کابل : د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لوړپوړي پوځي چارواکي او د افغانستان د متحدې جبهې مشر، جنرال سمیع سادات، هغو پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی دی چې ،د ده په وینا، اوس له طالبانو سره پوځي او تخنیکي همکاري کوي.

سادات خبرداری ورکړی دی چې که دغه کسان په ټاکلې موده کې د طالبانو له لیکو ونه وځي، د متحدې جبهې له خوا به د «پوځي اهدافو» په نوملړ کې شامل شي.

سادات دغه څرګندونې ،د اګست په ۱۵مه، د افغان او امریکايي پخوانیو سرتېرو په درېیمه غونډه کې کړې دي. هغه دعوه کړې ده چې متحدې جبهې د هغو پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي منسوبینو په اړه معلومات راټول کړي دي چې اوس له طالبانو سره کار کوي او د هغوي د اوسېدو ځایونو، دندو او فعالیتونو په اړه معلومات لري.

 



سادات پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: «زه تاسو ته ۱۵ ورځې وخت درکوم چې له دغه فاسد او مستبد طالب رژیم څخه ووځئ. تر دې مودې وروسته، هغه کسان چې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، زموږ د عملیاتو هدف به وګرځي.»

هغه په ځانګړي ډول د پخواني هوايي ځواک پیلوټان، مسلکي انجینران، بریدملان او تخنیکي کارکوونکي یاد کړل او دعوه یې وکړه چې د دغو کسانو یوه برخه اوس د طالبانو پوځي سیستمونه، الوتکې او نور تجهیزات چلوي او ساتنه یې کوي.

سادات وویل، چې کېدی شي په راتلونکي کې د طالبانو ځینې جنګیالي د یو سیاسي بهیر په ترڅ کې وبخښل شي، خو د هغه په وینا هغه پخواني امنیتي او دفاعي منسوبین چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته له طالبانو سره یوځای شوي او پوځي یا تخنیکي خدمتونه ورته وړاندې کوي، باید د خپلو پرېکړو مسوولیت ومني.

نوموړي وویل، هغه کسان چې پخوا یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو یونیفورم اغوستی و او اوس طالبانو ته پوځي یا تخنیکي خدمتونه وړاندې کوي، د خپلو انتخابونو د پایلو مسوول به خپله وي.

د سادات په مشرۍ افغانستان متحدې جبهې د اګست په لومړیو کې اعلان کړی و چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پېل کړي دي. جبهې په کندهار او هلمند کې د بریدونو مسوولیت هم منلی، خو د دغو بریدونو د تلفاتو او نورو جزییاتو ټولې دعوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

تر اوسه طالبانو د سادات د دې تازه ۱۵ ورځني خبرداري په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی. د سادات د څرګندونو له مخې، دا خبرداری په مشخص ډول هغو پخوانیو افغان پوځي او امنیتي منسوبینو ته متوجه دی چې د طالبانو له ادارو سره په پوځي او تخنیکي برخو کې کار کوي، نه ټولو پخوانیو امنیتي ځواکونو ته.