د زمردسايي په سيمه کې د خام تېلو د پنځو کويانو نه د استخراج، په رسمي ډول پېل، د يوې ځانګړې دستوري په ترڅ کې وشو، چې پکې د ملا عبدالغني برادر، ملا هدايت الله بدري او مولوي عطاء الله عمري په ګډون، لوړپوړو حکومتي چارواکو ګډون درلود۔

 

چارواکي وايي په دې ساحه کې ټول ۱۲ کويان کيندل شوي دي، چې له ډلې يې د ۵ نه د تېلو استخراج پېل شوی دی۔ په لومړي پړاو کې د ورځې شاوخوا ۵۰۰ ټنه پيداوار اټکل شوی، او د پاتې کويانو له فعالېدو سره به دا مقدار نور هم زيات شي۔

 

د آمو دريا تېلو حوزه سره تړلې دا پروژه د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د انرژۍ د ځان بسيا کېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي، او چارواکي يې د ملي منابعو د اغېزمن استعمال يوه نښه ګڼي۔