واڼا : د کوز سویلي وزیرستان اوسېدونکي وايي، چې په پالې چوک، ګنګي‌ خېل سټاپ، موسی قلعه او تیارزه قلعه کې د لویو لارو د بندېدو او په بېلابېلو ځایونو کې د متبادلو لارو له امله د خلکو ورځنی تګ راتګ سخت اغېزمن شوی دی.

 

د سیمې د خلکو ،د اګست په ۲۹مه، ویلي دي، چې د لارو د بندېدو له امله ناروغان، زده کوونکي، مزدوران، کاروباریان، مسافر او نور عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او پر ورځنیو چارو یې اغېز شوی دی.

 

خلکو له ایي جي ایف سي ساوت، د ایف سي ساوت له کمانډنټ او د کوز سویلي وزیرستان له ډپټي کمشنر مسرت زمان څخه غوښتنه کړې ده چې د روان وضعیت سمدستي نوټس واخلي او د خلکو د ځان او مال د خوندي ساتلو ترڅنګ د تګ راتګ اسانتیا هم یقیني کړي.

 

ځايي اوسېدونکي وايي، چې لویې لارې د خلکو له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي او د اوږدې مودې لپاره یې بند پاتې کېدل د عامو خلکو ستونزې نورې هم زیاتوي.

 

دوي غوښتنه کړې ده چې په پالې چوک، ګنګي‌ خېل سټاپ، موسی قلعه او تیارزه قلعه کې تړلې لارې زر تر زره پرانیستل شي، څو ناروغان، مسافر او نور خلک وکولی شي له خنډ پرته تګ راتګ وکړي.

 

خلکو ویلي دي، چې دوي امن او تحفظ غواړي او نه غواړي چې د امنیتي حالاتو له امله د تګ راتګ له خپل بنسټیز حق څخه بې برخې پاتې شي.

 

تر اوسه اړوندو چارواکو د دغو غوښتنو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی خپور کړی.