واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د وژل شوي دیني عالم ،مولانا میرزا جان، کورنۍ ته د خیبر پښتونخوا حکومت د یو کروړ روپیو، یعنې لس میلیونه روپیو، معاوضه منظور کړې ده.
د کوز سویلي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړي زبیر خان وزیر ،د اګست په ۲۹مه، ویلي دي، چې هغه د مولانا میرزا جان د کورنۍ لپاره د معاوضې د زیاتولو په اړه له خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سره رسمي غوښتنه کړې وه او په دې لړ کې یې پرله پسې هڅې کړې دي.
د هغه په وینا، د دغو هڅو په نتیجه کې تېره ورځ د مولانا میرزا جان د کورنۍ لپاره د یو کروړ روپیو معاوضه منظور شوه.
مولانا میرزا جان تېر کال په کوز سویلي وزیرستان کې د ناڅرګنده وسله والو په برید کې وژل شوی و. نوموړی په سیمه کې یو پېژندل شوی دیني عالم او ټولنیز شخصیت و. د سیمې خلک وايي، هغه د ولسي ستونزو په هوارولو، ټولنیزو چارو او د سولې لپاره په هڅو کې فعاله ونډه لرله.
زبیر خان وزیر د معاوضې منظوري د مولانا میرزا جان د خدمتونو او د هغه د کورنۍ د حقونو د منلو په برخه کې یو مهم اقدام بللی دی. تر اوسه د خیبر پښتونخوا حکومت د معاوضې د ورکړې د نېټې او طریقې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.


ظفر وزير