کابل : د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد وايي، چې افغانستان نه غواړي د هند او پاکستان ترمنځ په کومه شخړه کې ښکېل شي او د سیمې ثبات د کابل په ګټه دی.

 

مجاهد د «هند، روسیه او نړۍ» په نوم پروګرام کې د رنجهن شرما د دې پوښتنې په ځواب کې ،چې که د هند او پاکستان ترمنځ جګړه وشي، ایا طالبان به د هند ملاتړ ته ځواکونه واستوي، وویل، افغانستان له جګړو ډېر زیان لیدلی او نه غواړي له کوم هېواد سره په جګړه کې داخل شي.

 

هغه وویل:

 

«موږ په سیمه کې جګړه او بې‌ ثباتي نه غواړو او نه غواړو چې یو هېواد د بل پر ضد اقدام وکړي.»

 

مجاهد وویل، چې جګړه د هېچا په ګټه نه ده او افغانستان غواړي په سیمه کې له هېوادونو سره اړیکې د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر بنسټ پراخې کړي. نوموړي د پاکستان سره د وروستیو نښتو په اړه هم وویل چې طالبان د شخړې د دوام غوښتونکي نه دي، خو د افغانستان دفاع خپل حق ګڼي.

 

د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې له سخت تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. د جون پر لسمه پاکستان په کونړ، خوست او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل. طالبانو وویل، چې په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي کسان، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ ږیری پکې شامل وو، ووژل شول او ۱۴ نورې ښځې او ماشومان ژوبل شول.

 

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت وروسته د ۱۳ ملکي کسانو د وژل کېدو شمېر هم تایید کړ. پاکستان ویلي وو، چې بریدونه یې د وسله والو پر مرکزونو کړي دي.

 

پاکستان د افغانستان پولې ته نږدې د “غضب للحق” عملیاتو کې د ۲۹ وسله‌ والو د وژلو دعوه کړې
پاکستان د افغانستان پولې ته نږدې د “غضب للحق” عملیاتو کې د ۲۹ وسله‌ والو د وژلو دعوه کړې
افغانستان : د پکتیا مندخېل کې د پاکستاني هوايي برید د قربانیانو نوې دعوې
افغانستان : د پکتیا مندخېل کې د پاکستاني هوايي برید د قربانیانو نوې دعوې
د پاکستان پوځ د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ چې وایي د پاکستان په بریدونو کې ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي
د پاکستان پوځ د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ چې وایي د پاکستان په بریدونو کې ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي

 

مجاهد د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو ټولنیزو، کلتوري او سوداګریزو اړیکو ته په اشاره ویلي دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله شخړه د دواړو خواوو په زیان ده. هغه په همدې مرکه کې له هند سره د طالبانو اړیکې هم د پراخېدو په حال کې وبللې او ویې ویل، چې کابل له نوي ډیلي سره پیاوړو اړیکو ته اهمیت ورکوي.

 

مجاهد د روسیې په اړه وویل، چې افغانستان د بیارغونې په پړاو کې دی او غواړي د روسیې له تجربې او سرچینو ګټه واخلي او ورسره اقتصادي، سوداګریزې او د انرژۍ اړیکې پراخې کړي.

 

د هغه د څرګندونو له مخې، کابل هڅه کوي له هند او روسیې سره خپلې اړیکې پراخې کړي، خو نه غواړي دغه اړیکې د هند او پاکستان په خپلمنځي سیالۍ کې د یوې خوا ملاتړ وبلل شي.