راولپنډۍ / کابل : د پاکستان پوځ د ملګرو ملتونو هغه تازه راپور «بې بنسټه» بللی دی چې وايي، د ۲۰۲۵م کال له اکتوبره د ۲۰۲۶م کال د جون تر پایه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي جګړو او هوايي بریدونو کې ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۱۶ نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند لفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري ،د جولایۍ په ۳۱مه، په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې پاکستان په افغانستان کې عام وګړي نه، بلکې د تحریک طالبان پاکستان، یا ټي ټي پي، پټنځایونه، مرکزونه او نور پوځي هدفونه په نښه کړي دي.
نوموړي وویل، چې دغه عملیات د پاکستان د ځان ساتنې او د هغو وسله والو د مخنیوي لپاره شوي دي چې د ده په خبره، له افغان خاورې پاکستان ته را اوړي او پر امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه کوي.
احمد شریف چوهدري دعوه وکړه چې د پاکستان په عملیاتو کې وژل شوي کسان وسله وال وو. هغه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې او د بښنې نړیوال سازمان پر راپورونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا راپورونه تر ډېره د افغانستان دننه پر هغو معلوماتو برابر شوي چې په خپلواکه توګه یې د کره والي معلومول ګران دي.
د پوځ ویاند پوښتنه وکړه چې د بشري حقونو نړیوالو ادارو ولې په پاکستان کې د وسله والو په بریدونو کې د وژل شویو عامو خلکو او امنیتي سرتېرو په اړه دومره پراخ راپورونه نه دي خپاره کړي. هغه دغه چلند «دوه ګونی معیار» وباله.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره، یوناما، وايي چې د ملکي مرګ ژوبلې شمېرې یې د پېښو د پلټنو، له روغتونونو، روغتیايي کارکوونکو، عیني شاهدانو او نورو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ برابرې کړې دي.
د یوناما د راپور له مخې، د ۲۰۲۵م کال له اکتوبره د ۲۰۲۶م کال د جون تر پایه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي نښتو، توپچي ډزو او هوايي بریدونو کې ټول ۱۷۱۵ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې شمېر کې ۴۹۹ وژل شوي او ۱۲۱۶ ژوبل دي.
په راپور کې د یوې داسې پېښې یادونه هم شوې ده چې د هوايي برید وروسته د ژغورنې لپاره ورغلي خلک په دویم برید کې په نښه شوي وو. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پر ژغورونکو، روغتیايي کارکوونکو او هغو کسانو بریدونه چې د ژوبلو کسانو مرستې ته ورځي، د نړیوال بشري قانون خلاف کېدی شي.
د سرحدي تاوتریخوالي تر ټولو لوي پړاو د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر کې پېل شو. په هغه وخت کې د پاکستان او افغانستان ځواکونو د سرحد په بېلابېلو سیمو کي درنې وسلې وکارولې او جګړې د پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، کندهار او هلمند اوسېدونکو ته مرګ ژوبله واړوله.
وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د اوربند هڅې وشوې، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په بشپړ ډول ختمه نه شوه. په فبرورۍ او مارچ کې د هوايي بریدونو او ځوابي عملیاتو له امله جګړه یو ځل بیا سخته شوه.
د مارچ په میاشت کې په کابل کې د نشي توکو د ناروغانو د درملنې پر یو مرکز برید د مرګ ژوبلې تر ټولو لویه پېښه بلل شوې وه. افغان چارواکو په دغه برید کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو دعوه کړې وه، خو د ملګرو ملتونو او نورو ادارو شمېرې تر دې کمې وې. پاکستان ویلي وو چې د برید هدف د وسله والو مرکز او پوځي زېربنا وه، نه روغتون یا د درملنې مرکز.
د بښنې نړیوال سازمان د کابل د دې برید په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې وه. دې ادارې ویلي وو، چې که په یوه سیمه کې پوځي هدف موجود هم وي، برید کوونکی لوری ذمه واري لري چې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ټول ممکن احتیاطي ګامونه واخلي.
د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دا تور ردوي چې ګنې ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې یې په خاوره کې پټنځایونه لري. د طالبانو چارواکي وايي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.
پاکستان بیا وايي، چې له افغان طالبانو سره یې څو ځله د ټي ټي پي د وسله والو د نیولو، شړلو او د هغوي د مرکزونو د ختمولو غوښتنه کړې، خو د اسلام اباد په وینا، په دې برخه کي عملي پرمختګ نه دی شوی.
یوناما ټینګار کړی دی چې د جګړې ټولې غاړې باید د عامو خلکو، روغتونونو، روغتیايي کارکوونکو، امدادي اهلکارو او ملکي ودانیو ساتنه وکړي. د ادارې په وینا، د پوځي هدف او ملکي ځای ترمنځ توپیر کول، د بې ځایه زیان مخنیوی او د احتمالي ملکي مرګ ژوبلې کمول د جګړې د ټولو غاړو قانوني ذمه واري ده.
تر اوسه د ملګرو ملتونو د ۴۹۹ وژل شویو او ۱۲۱۶ ژوبلو کسانو د شمېر جلا او خپلواک پخلی نه دی شوی. پاکستان دا شمېرې ردوي، خو یوناما وايي، چې ثبت شوې مرګ ژوبله د څېړل شویو پېښو پر بنسټ ده او ممکن حقیقي شمېر تر دې هم زیات وي.


شال نیوز