کوټه : د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر میر ضیاءالله لانګو وايي، چې امنیتي ځواکونو په سویلي بلوچستان کې دوه کم عمره نجونې موندلې دي چې، د چارواکو په وینا، ناقانونه ګرځول شوې بلوچ لبریشن ارمي، بي اېل اې، غوښتل د ځانمرګو بریدونو لپاره یې وکاروي.

 

میر ضیاءالله لانګو ،د اګست پر ۲۹مه، په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په دغو نجونو کې ۱۶ کلنه زینب او ۱۲ کلنه فاطمه شاملې دي. دواړه نجونې هم د خبري غونډې پر مهال حاضرې وې.

 

لانګو دعوه وکړه چې وسله‌ والې ډلې د دواړو نجونو د کورنیو له مرګ ژوبلې وروسته هغوي په احساساتي ډول اغېزمنې کړې او هڅه یې وکړه چې له ځان سره یې یوځای کړي.

 

زینب خبریالانو ته وویل، چې د هغې د مېړه تر وژل کېدو وروسته د ډلې یو سیمه‌ ییز کمانډر ورسره اړیکه نیولې وه او د هغې د مېړه د مرګ پړه یې پر امنیتي ادارو اچوله. د چارواکو په وینا، وروسته زینب او فاطمه د ډلې تر کسانو ورسېدې او شاوخوا ۴۰ ورځې په یو ناپېژندل شوي ځای کې وساتل شوې.

 

دواړو نجونو دعوه وکړه چې په دې موده کې ورسره بد چلند شوی او فشار پرې اچول شوی و.

 

میر ضیاءالله لانګو وویل، کله چې دواړه نجونې له یو ځایه بل ځای ته انتقالېدې، امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات وکړل او هغوي یې وموندلې. د هغه په وینا، په دې سره د یوه احتمالي ځانمرګي برید پلان شنډ او د دواړو نجونو ژوند وژغورل شو.

 

تر اوسه بي اېل اې د بلوچستان د حکومت د دغو ځانګړو دعوو په اړه څرګندونې نه دي کړې، او شال نیوز په خپلواکه توګه د چارواکو د ټولو دعوو تصدیق نه شي کولی.