میرام شاه : د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې د اګست پر ۳۰مه، یکشنبه، د سهار له پنځو بجو تر ماښام اوو بجو پورې د ضلعې پر یو شمېر مهمو سړکونو د عامو خلکو او شخصي موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

 

د مرستیال کمېشنر محمد تیمور خان اپریدي له دفتره د اګست پر ۲۸مه په خپاره شوي حکم کې ویل شوي دي، چې دا بندیز د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ او مهمو ځایونو ته د سامان د لېږد په مهال د امنیت د ټینګښت لپاره د دفعه ۱۴۴ له مخې لګول شوی دی.

 

د حکم له مخې، بندیز به پر دغو لارو عملي وي: د بنو ـ میرام شاه لویه لار د ټکه چیک پوسټ نه تر میرام شاه کمپ، د ټل ـ میرعلي سړک د پټاسي چیک پوسټ نه تر شوا، د میرعلي بازار نه تر خېسور، د رزمک ـ میرام شاه سړک د ایشا چیک پوسټ نه تر رزمک، د میرام شاه ـ غلام خان سړک، د میرام شاه ـ دته خېل سړک، دوسلي ـ ګړیوم سړک، له سپین وام نه د ټل ـ میرعلي لویې لارې پورې سړک او له امنیتي مرکزونو سره نښلېدونکي نور سړکونه.

 

د قانون نافذوونکو ادارو او بېړنیو خدمتونو، لکه امبولانسونو او اور وژونکو ګاډو ته له بندیزه استثنا ورکړل شوې ده. د بېړني ضرورت په صورت کې هغه کسان او موټر هم تېرېدی شي چې پولیس یا امنیتي ځواکونه ورته اجازه ورکړي.

 

حکم وايي، چې د امنیتي ځواکونو د کاروان د لیدلو په صورت کې شخصي موټر باید لږ تر لږه ۵۰ متره واټن وساتي. ضلعي انتظامیې خبرداری ورکړی دی چې د حکم سرغړوونکو پر ضد به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې له مخې قانوني اقدام کېږي.

 

د انتظامیې په جلا عامه خبرتیا کې دا هم ویل شوي دي چې د شپې له لسو بجو د سهار تر شپږو بجو پورې پر عام تګ راتګ پخوانی محدودیت هم پر خپل ځای پاتې دی.