د زابل ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست مسؤلین وايي، چې د شاجوی ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یوه پل او پلچک د جوړولو چارې په بریالیتوب سره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ‘یو این ډي پي’ په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۵۵۲ زره او ۶۴۵ افغانیو په لګښت د خواجکو کلي کې پلي شوې ده. په دې پروژه کې یو ۱۵ متره اوږد او ۵.۵ متره پلند پل، او همدارنګه یو ۴.۶ متره پلچک جوړ شوی دی.
د مسؤلینو په وینا، دا پروژه به د سیمي د اوسېدونکو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې کړي، د کلیوالو بنسټیزي اړتیاوې به پوره کړي او د سیمه ییزو اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
چارواکي زیاتوي، هڅه کوي چې په راتلونکي کې هم ورته نورې بنسټیزي پروژې پلي کړي، څو د خلکو ستونزې راکمې او د ژوند کچه لوړه شي.

بریال منګل