د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې ،د اپرېل په ۲۹مه، د “ستاسو غږ” مؤسسې له لوري ۷۳ راستانه شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو ته د هګیو چرګانو مرسته ووېشل شوه.
 

د معلوماتو له مخې، هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۷ د هګیو چرګې او ۳ چرګان ورکړل شوي، څو د هغوي د عایداتو په لوړولو او اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
 

د ننګرهار د اقتصاد ریاست د یادې مؤسسې له دې نوښت څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول پروګرامونه د زیانمنو او بې‌ سرپرسته کورنیو د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري. همدارنګه یې له مؤسسې غوښتي، چې ورته مرستې دې په دوامداره توګه وغځوي.
 

په ورته وخت کې، له مرسته ترلاسه کوونکو کورنیو غوښتنه شوې، چې د ورکړل شوو چرګانو سمه ساتنه او پالنه وکړي، تر څو له دې مرستې څخه دوامداره او اغېزمنه ګټه پورته کړي.