پېښور : د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو د انتظام ادارې «پي ډي اېم ای» د اګست له ۲۹مې د سپتمبر تر پنځمې د صوبې په ګڼو سیمو کې د باران، تندر، تېزو بادونو او په ځینو ځایونو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی دی.

 

د پي ډي اېم ای د اګست پر ۲۸مه په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي دي، چې د اګست له ۳۱مې به د لوېدیځې هوا نوې څپه د پاکستان لوړو سیمو ته ننوځي او تر سپتمبر پنځمې به اغېز ولري.

 

د اګست له ۲۹مې تر سپتمبر پنځمې په بر او کوز چترال، بر او کوز دیر، سوات، بر سوات، شانګله، بونیر، ملاکنډ، باجوړ، بر او کوز کوهستان، کولایي پالس، بټګرام، تورغر، مانسهره، اېبټ اباد، هریپور، مردان، صوابۍ، خیبر، مومند، پېښور، چارسده، نوښار، کوهاټ، کرمه، هنګو او اورکزو کې د باران، تندر او تېزو بادونو وړاندوینه شوې ده.

 

په کرک، بنو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، ټانک او بر او کوز وزیرستان کې بیا د سپتمبر له لومړۍ تر څلورمې د وقفې وقفې سره د باران امکان ښودل شوی دی.

 

پي ډي اېم ای وايي، چې په چترال، دیر، سوات، شانګله، بټګرام، مانسهره، کوهستان او اېبټ اباد کې په زیانمنېدونکو غرنیو سیمو کې د ځمکې ښویېدو خطر شته، په داسې حال کې چې په مردان او صوابۍ کې د اګست له ۳۱مې تر سپتمبر پنځمې سخت باران ښاري سېلابونه رامنځته کولی شي.

 

ادارې خبرداری ورکړی دی چې تندر، برېښنا او تېز بادونه کرنیزو فصلونو، کمزورو ودانیو، برېښنا ستنو، لوحو او لمریزې تختو ته زیان رسولی شي.

 

ضلعي انتظامیو او د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلو ته د تیار اوسېدو، د ویالو او اوبو لارو د پاک ساتلو او په خطرناکو سیمو کې د خلکو او سیلانیانو د خوندیتوب لپاره د مخکېني احتیاط سپارښتنه شوې ده.

 

پي ډي اېم اې له خلکو هم غوښتي دي چې د سخت باران پر مهال له سیندونو، خوړونو او ویالو لرې پاتې شي، په اوبو ډکو سړکونو د تېرېدو هڅه ونه کړي او غرنیو او سیاحتي سیمو ته تر سفر مخکې د هوا او سړکونو وضعیت معلوم کړي.