کوټه : د اګست په ۲۸مه په کوټه پریس کلب کې د بلوچستان د هغو خبریالانو په یاد سیمینار شوی دی چې د خپلو مسلکي دندو پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی دی. په سیمینار کې خبریالانو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو، وکیلانو، د مدني ټولنې غړو او د بېلابېلو برخو استازو ګډون کړی و.

 

ویناوالو د وژل شوو خبریالانو خدمتونو او قربانیو ته پیرزوینې وړاندې کړې او ویې ویل، چې د بلوچستان خبریالانو په سختو او ناامنه حالاتو کې هم خلکو ته د معلوماتو او حقایقو د رسولو دنده روانه ساتلې ده.

 

ګډونوالو وویل، چې خبریالان د ولسي ستونزو، ناانصافیو او ټولنیزو مسئلو په راپورته کولو کې مهم رول لري، خو په بلوچستان کې د خبریالۍ له مسلک سره امنیتي خطرونه او ګڼې نورې ستونزې هم تړلې دي. په غونډه کې د صحافت د ازادۍ، د خبریالانو د خوندیتوب، امنیتي ستونزو او د رسنیو د ادارو پر مسوولیتونو هم خبرې وشوې.

 

ګډونوالو له حکومت څخه وغوښتل چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي او هغوي ته د خپلو مسلکي دندو د ترسره کولو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي. د سیمینار ګډونوالو د وژل شوو خبریالانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل، چې د هغوي مسلکي خدمتونه او قربانۍ به هېرې نه شي.

 

د غونډې په پای کې د وژل شوو خبریالانو لپاره دعا وشوه.