ډېره اسماعیل خان : د خیبر پښتونخوا په سویلي ضلعه ډېره اسماعیل خان کې د کلاچي د پولیسو د مرستیال مشر یا ډي ایس پي پر کاروان وسله‌ وال برید شوی دی چې په کې د ډي ایس پي په ګډون څلور پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

 

پولیس چارواکي وايي، چې پېښه ،د اګست په ۲۹مه، د هتاله پولیس تاڼې په حدودو کې د پوټا او امین فارم هاوس په مینځنې سیمه ټانک سړک  هغه مهال شوې ده چې د کلاچي ډي ایس پي او د هتاله تاڼې د ایس ایچ او ګاډي په سیمه کې د معمول ګزمې لپاره موجود وو.

 

د پولیسو په وینا، وسله‌ والو له بېلابېلو لورو څخه پر پولیسو ډزې پېل کړې، چې وروسته د پولیسو او وسله‌ والو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه. د ډزو پر مهال د ډي ایس پي کلاچي موټر چپه شوی، چې له امله یې د ډي ایس پي په ګډون څلور پولیس ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې یوه ښځینه پولیسه هم شامله ده.

 

ټپیان د درملنې لپاره د ډېره اسماعیل خان ضلعي هېډکوارټر یا سول روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتون چارواکو د ټپیانو وضیعت د ډاډ وړ ښودلی دی.

 

د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د اعجاز شهید پولیس لاین څخه د پولیسو اضافي درنه نفري د پېښې ځای ته استول شوې او په سیمه کې د لټون او امنیتي عملیاتو د دوام خبر ورکړل شوی دی.

 

بلخوا، د ډېره اسماعیل خان سیمه‌ ییز پولیس مشر غلام مبشر میکن او د ضلعې پولیس مشر ضیاءالدین احمد په ډي اېچ کیو سول روغتون کې د پېښې د ټپیانو پوښتنه کړې ده.

 

پولیس وايي، چې دواړو چارواکو له ټپیانو سره وکتل، د هغوي روغتیايي حالت یې وپوښته او د درملنې په اړه یې له ډاکټرانو معلومات ترلاسه کړل. د سیمې پولیس مشر له ټپیانو سره مالي مرسته هم کړې ده.

 

غلام مبشر میکن ویلي دي، چې پولیس ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې خپلې دندې ترسره کوي او د امن دښمنو عناصرو د مخنیوي لپاره به ټول موجود وسیلې کارول کېږي.

 

د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې په رسمي ډول نه دی منلی.