اسلام اباد : اسلام اباد هایکورټ د هغو ۸۷ افغان زده کوونکو د درخواست په اورېدنه کې مهمې قانوني پوښتنې راپورته کړې دي چې په پاکستان کې د خپلو زده کړیزو ویزو د تمدید غوښتنه کوي.
زده کوونکو له عدالت څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې د ویزو په اړه تر فیصلې پورې دې د هغوي د نیولو، حراست او له پاکستانه د شړلو مخه ونیول شي. دغه زده کوونکي وايي، چې دوي په ۲۰۲۳م کال کې په قانوني زده کړیزو ویزو پاکستان ته راغلي وو.
د اګست په ۲۸مه، د درخواست د اورېدنې پر مهال د اسلام اباد هایکورټ جج ،خادم حسین سومرو، د دې مقدمې د قانوني حیثیت په اړه پوښتنه وکړه او ویې ویل، چې عدالت باید لومړی دا معلومه کړي چې افغان وګړي د پاکستان د ایین له مخې د هایکورټ اییني اختیار په مستقیم ډول استعمالولی شي که نه.
جج د زده کوونکو له وکیل څخه پوښتنه وکړه چې دغه ۸۷ کسان په کوم قانوني بنیاد پاکستان ته راغلي وو او که د نورو هېوادونو زده کوونکي هم په ورته حالت کې وي، ایا هغوي هم د همدې ډول قانوني حق غوښتنه کولی شي؟
د زده کوونکو وکیل عدالت ته وویل، چې دغه افغان زده کوونکي په ۲۰۲۳م کال کې پاکستان ته راغلي وو، هغه مهال د افغان زده کوونکو په اړه د پاکستان حکومتي پالیسي له اوسني حالت سره توپیر درلود. د وکیل په وینا، حکومت هغوي ته د یو کال لپاره قانوني زده کړیزې ویزې ورکړې وې.
عدالت د زده کوونکو د وکیل د استازولۍ په اړه هم پوښتنه راپورته کړه او ویې پوښتل چې هغه د کوم قانون له مخې د ټولو ۸۷ افغان زده کوونکو وکالت نامه اخیستې ده. جج خادم حسین سومرو دا هم وویل چې زده کوونکي کولی شي خپله مسئله د افغانستان سفارت ته یوسي، څو افغان سفارت د پاکستان له اړوندو ادارو سره اړیکه ونیسي.
د زده کوونکو وکیل ویلي دي چې د عدالت له خوا راپورته شوو قانوني پوښتنو په اړه به په راتلونکې اورېدنه کې دلایل وړاندې کړي. اسلام اباد هایکورټ تر اوسه د زده کوونکو د ویزو د تمدید په اړه کومه وروستۍ فیصله نه ده کړې او اورېدنه یې بل وخت ته ځنډولې ده.


شال نیوز