مومند : د مومندو ضلعې روغتیايي او ریسکیو سرچینې وايي، چې په تېرو شاوخوا دوو تر دریو میاشتو کې د غنمو او نورو غلو د ساتنې لپاره د استعمالېدونکو سخت زهرجنو ګولیو د خوړلو لږ تر لږه ۴۱ پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې تر ۱۲ زیات کسان مړه شوي او ګڼ نور بې حاله شوي دي.
سرچینې وايي، چې دغه ګولۍ عموماً په غنمو او نورو زېرمه شوو غلو کې د حشراتو د مخنیوي لپاره استعمالېږي، خو د سخت زهرجن خاصیت له امله یې خوړل د انسان ژوند ته په ډېر لږ وخت کې جدي خطر پېښولی شي.
په تازه پېښه کې د کمالي حلیمزو د بارو خېل سیمې یو ۲۳ کلن ځوان د دغو ګولیو له خوړلو وروسته په سخت حالت کې د غلنۍ ضلعي روغتون ته رسول شوی و. د روغتیايي سرچینو په وینا، د هغه حالت د اندېښنې وړ و او وروسته د نورې درملنې لپاره پېښور ته انتقال شوی دی.
ریسکیو سرچینې وايي، چې په وروستیو اوونیو کې ورته پېښې په بېلابېلو سیمو کې مخې ته راغلې دي او د مسمومېدو ناروغان تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته لویو روغتونونو ته انتقال شوي دي.
روغتیايي کارکوونکي وايي، چې د دغو ګولیو زهر ډېر سخت وي او که څوک یې وخوري، د زړه، ساه اخیستلو او د بدن پر نورو مهمو غړو زر اغېز کولی شي. د دوي په وینا، په داسې حالت کې د ناروغ روغتون ته په وخت رسول د ژوند ژغورلو لپاره ډېر مهم دي.
چارواکي او روغتیايي سرچینې وايي، چې د دغو زهرجنو کرنیزو موادو په عام بازار کې اسانه ترلاسه کېدل یوه جدي مسئله ګرځېدلې ده. دوي غوښتنه کوي چې د دې موادو پر خرڅلاو، زېرمه کولو او وېش سخت کنټرول ولګول شي او یوازې د اړوندو اصولو له مخې خلکو ته ورکړل شي.
ځايي خلک هم وايي، چې په بازارونو کې دغه ګولۍ په اسانه اخیستل کېږي او په ډېرو کورونو کې د غنمو د ساتنې لپاره ساتل کېږي، چې له امله یې ماشومانو او نورو کسانو ته هم د لاسرسي خطر شته.
روغتیايي کارکوونکي خلکو ته سپارښتنه کوي چې دغه ګولۍ له خوراکي توکو، ماشومانو او د کور له عامو استعمالېدونکو شیانو لرې وساتي او که څوک یې وخوري یا ورسره بې حاله شي، باید له ځنډ پرته روغتون ته ورسول شي.


شال نیوز