د ځايي سرچینو په وینا، د میرام شاه په درپه خېل سیمه کې ،د اپرېل په ۲۸مه، د شپې شاوخوا د ۱۲ بجو او ۲۰ دقیقو په وخت د ناڅرګنده لوري د یو کواډکاپټر لخوا د ګولۍ غورځېدو په پېښه کې دوه ښځې ټپیانې شوې دي۔
په ټپیانو کې نائیله بي بي د بشیر احمد لور، چې عمر یې شاوخوا ۱۶ کاله ښودل شوی، او راز مینه بي بي د رفیق احمد لور شاملې دي، چې دواړه د یادې سیمي اوسېدونکې دي۔
دا پېښه په داسې حال کې منځته راغلې ده چې په شمالي وزیرستان کې په روانه میاشت کې دا درېیمه ورته پېښه ده. د دې نه وړاندې د اپرېل په ۱۵مه د یو کواډکاپټر په برید کې ۶ کسان ټپیان شوي وو، او د اپرېل په ۲۷مه په یو بل ورته برید کې د یو کور ۳ ماشومان ټپیان شوي وو.
په میرام شاه کې یو استخباراتي چارواکي ،د نوم نه ښودلو په شرط، شال نیوز ته ویلي دي چې دا ګولۍ د ناڅرګنده کواډ کاپټر له لوري غورځول شوې او تر اوسه دا نه ده روښانه چې دا له کومې خوا کارول شوی و۔
همداراز، یوې بلې امنیتي سرچیني ،د نوم نه ښودلو په شرط، شال نیوز ته وویل چې دا ډول کواډکاپټرې په دې سیمه کې په جنګ کې اخته ټولې خواوې کاروي خو مسولیت یې نه مني.
تر دې مهاله د دې پېښې مسؤولیت چا نه دی منلی، او امنیتي چارواکو هم په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

صفدر داوړ