باجوړ : ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، چې د باجوړ په ډاګ قلعه علي جان سیمه کې ،د اګست په ۲۸مه، د دوو ډلو ترمنځ په شخړه کې ۱۲ کسان ژوبل شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د لومړنیو معلوماتو له مخې، په ژوبلو کسانو کې ۲۹ کلن عنایت الله، ۱۹ کلن کاشف علي، ۱۹ کلن خلیل الله، ۳۵ کلن عبیدالله، ۳۸ کلن انعام الله، ۱۹ کلن سعیدالله، ۳۲ کلن حیات الله، ۳۸ کلن شفیع الله، ۴۰ کلن عرفان الله، ۲۶ کلن محمد جان، ۴۲ کلن سید فقیر او ۵۰ کلن بختور جان شامل دي.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، چې د پېښې له اطلاع وروسته یې طبي ډلې سیمې ته ورسېدې، ژوبلو کسانو ته یې لومړنۍ طبي مرسته ورکړه او د امبولانسونو له لارې یې د خار ضلعي روغتون ته ورسول.

 

تر اوسه د شخړې د علت او د ژوبلو کسانو د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.