کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال ،امرالله صالح، وايي چې، له طالبانو سره د سولې په نوم پېل شوی بهیر په اصل کې د جمهوري نظام د کمزوري کولو او بالاخره د ړنګولو لپاره طرحه شوی و.
صالح ،د اګست په ۲۷مه، پر ایکس لیکلي دي چې له ۲۰۱۸م کال وروسته د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو له خوا د جمهوریت له نظام سره د تړلو شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو لپاره د ویزو او لوېدیځ ته د انتقال ژمنو، د دوحې خبرو او پراخو تبلیغاتو د جمهوري نظام دننه سیاسي فضا بدله کړه.
هغه لیکلي:
«د سولې بهیر د رژیم د بدلون لپاره یو جعلي نوم و.»
د صالح په وینا، د دې بهیر پر مهال پخوانی ولسمشر ،محمد اشرف غني، او دی داسې معرفي کېدل چې ګنې د سولې پر وړاندې خنډ دي، څو په خلکو کې دا تصور پیدا شي چې له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره باید د جمهوریت مشرتابه له واکه لرې شي.
صالح پر یو شمېر رسنیو هم تور لګولی دی چې د جمهوري نظام پر ضد یې تبلیغاتو ته پراخ ځای ورکاوه، خو د طالبانو بریدونه او په ښارونو کې هدفي وژنې یې کمې ښودلې.
هغه ویلي:
«د تبلیغاتو یوه ستره څپه پېل شوه. سپانسرشویو رسنیو خپل وجدان په کرایه ورکړی و او هغه ګردي مېزونه چې تر ډېره د جمهوریت او ارګ پر ضد وو، تر ټولو زیات عاید یې لاره.»
امرالله صالح دا دعوه هم کړې ده چې په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو ته ۱۷ میلیارد ډالر ورکړل شوي او ویلي یې دي که د دغو پیسو لس فیصده هم د طالبانو پر ضد د جګړې د پیاوړتیا لپاره لګېدلې وای، جمهوریت به نه و سقوط شوی.
خو د ۱۷ میلیارد ډالرو دا شمېره باید د صالح د دعوې په توګه یاده شي. شته امریکايي او نړیوال اسناد د ۲۰۲۱م کال له اګست وروسته افغانستان ته د بشري او نورو مرستو لوي جریان ښيي، خو دا ټولې پیسې طالبانو ته مستقیمې ورکړل شوې مرستې نه دي؛ ډېره برخه یې د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو له لارې لګېدلې ده.
صالح د دې نظر مخالفت هم کړی دی چې د جمهوریت سقوط یوازې د فساد نتیجه وه. هغه وايي، چې فساد او د نظام ستونزې د اصلاح وړ وې او د واک په وېش او سیاسي بدلونونو یې حل کېدی شوې، خو د ده په وینا، اصلي هدف د نظام اصلاح نه، بلکې طالبانو ته د افغانستان سپارل وو.
هغه ویلي دي، چې د جمهوریت د سقوط او د افغانستان طالبانو ته د سپارلو د بهیر په اړه به په راتلونکي کې نور جزییات هم خپاره کړي.


شال نیوز