اسلام‌ اباد : په پاکستان کې هوايي سفر ډېر ځله د اوږدو کتارونو، سکیورټي چک، چیک ان او د هوايي ډګر د نورو مرحلو له ستړیا سره تړل کېږي، خو اسلام‌ اباد نړیوال هوايي ډګر د مسافرو د سفر تجربه د نړیوالو هوايي ډګرونو معیارونو ته د نږدې کولو لپاره یو نوی ګام اخیستی دی.

 

د پاکستان د دفاع وزارت تر انتظام لاندې په اسلام‌ اباد نړیوال هوايي ډګر کې د «خوش آمدید» په نوم ځانګړی خدمت پېل شوی دی، چې موخه یې مسافرو ته له هوايي ډګر سره د رسېدو له شېبې نیولې تر الوتنې پورې نسبتاً اسانه، منظم او باعزته سفر برابرول دي.

 

د دې خدمت له مخې مسافرو ته د سکیورټي او چیک ان لپاره ځانګړي دهلېزونه ورکول کېږي، څو د ګڼې ګوڼې او اوږدو کتارونو له ستونزې ځان وژغوري. همدارنګه د بېلابېلو کټګوریو له مخې پریمیم لاونجونو ته لاسرسی او د هوايي ډګر د پک اېنډ ډراپ اسانتیا هم پکې شامله ده. چارواکي وايي، چې دا خدمت د عامو مسافرو ترڅنګ د سفارتکارانو، کاروباري کسانو او لویو پلاوو لپاره هم برابر شوی دی.

 

د «خوش آمدید» خدمت ځانګړنه دا ده چې د خلیجي او اروپايي هوايي ډګرونو د هرکلي او مرستې له هغو خدمتونو سره ورته والی لري چې مسافر د هوايي سفر له پېچلو مرحلو څخه په منظم ډول تېروي. د دې خدمت لومړنۍ بکینګ د اسلام‌ اباد څخه مدینې منورې ته تلونکي یو مسافر کړی او په دې توګه یې نوی نظام په عملي ډول فعال کړی دی.

 

د پاکستان وفاقي دفاع سېکرټر، متقاعد لېفټننټ جنرل محمد علي، د اګست په ۲۷مه، د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د یو هېواد په اړه د بهرني مسافر لومړی تصور تر ډېره د هغه هېواد له هوايي ډګر څخه جوړېږي. د هغه په وینا، ښه مېلمه پالنه او معیاري خدمتونه کولی شي په نړیواله کچه د پاکستان مثبت انځور پیاوړی کړي.

 

دا خبره ځکه هم مهمه ده چې هوايي ډګر یوازې د الوتکو د پورته کېدو او ښکته کېدو ځای نه دی؛ د یو هېواد دروازه ده. بهرنی سیلانی، پانګه‌ وال، کاروباري کس او یا عادي مسافر چې پاکستان ته رادننه کېږي، لومړی له همدې ځایه د هېواد د نظم، خدماتو او مېلمه پالنې تجربه کوي.

 

په وروستیو کلونو کې د نړۍ لویو هوايي ډګرونو د مسافر د وخت سپما او اسانتیا د سیالۍ مهم معیار ګرځولی دی. اسلام‌ اباد هوايي ډګر کې د «خوش آمدید» خدمت پېل ښيي چې پاکستان هم غواړي د هوايي سفر تجربه یوازې تر الوتنې محدوده نه، بلکې د مېلمه پالنې او خدمتونو په یوه بشپړ نظام بدله کړي.

 

البته د دې نوې پروژې اصلي بریا به هغه مهال ثابته شي چې خدمت یې یوازې د ځانګړو کسانو تر کچې محدود پاتې نه شي، معیار یې دوامدار وساتل شي او عام مسافر هم په عملي ډول د چټک، درناوي ډک او منظم خدمت توپیر احساس کړي.

 

خو د پېل په توګه «خوش آمدید» د پاکستان د هوايي چلند په برخه کې یو مثبت بدلون دی، یو داسې کوچنی ګام چې که په سمه توګه عملي او پراخ شي، د هېواد د هوايي ډګرونو د نړیوال تصویر په بدلولو کې لویه اغېزه لرلی شي.