د پولیسو ضلعي مشر یاسر آفریدی ویلي دي، چې ،د اپرېل په ۲۸مه، د شپې شاوخوا ۱:۲۰ بجې وسله والو د درنو وسلو سره په مزانګه پوستې برید وکړ، خو په پوسته کې موجودو پولیسو سمدستي او منظم ځواب ورکړ او بریدګر یې شا ته وتمبول.

 

هغه وویل چې نښته تر سهاره پورې روانه وه او وروسته نور پولیس ځواکونه سیمي ته ورسېدل او د لټون عملیات یې پېل کړل.

 

د نوموړي په وینا، له سیمي څخه د یو بریدګر مړی موندل شوی او د نورو ټپیانو نښې هم لیدل شوي دي، خو بریدګرو د شپې په تیاره کې خپل مړه او ټپیان له ځان سره یوړل.

 

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی، او خپلواکه سرچینو هم د پولیسو د دې ادعا پخلی نه دی کړی.