د پاکستان حکومت د پېټرولیم محصولاتو په بیو کې د ریکارډ زیاتوالي اعلان کړی چې ورسره سم په دغه هېواد کې د تېلو بیې د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.

 

د نوي اعلان له مخې، د یو لېټر پېټرولو بیه ۱۳۷ روپۍ او د ډیزلو بیه ۱۸۴ روپۍ لوړه شوې ده.

 

د پاکستان د پېټرولیم وزیر علي پروېز ملک او د مالیې وزیر محمد اورنګزېب په اسلام اباد کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل چې له دې وروسته به یو لېټر پېټرول په ۴۵۸ روپۍ او ۴۰ پېسې او یو لېټر ډیزل په ۵۲۰ روپۍ او ۳۵ پېسې پلورل کېږي.

 

علي پروېز ملک وویل چې د ایران او اسرايیل ترمنځه د جګړې له امله په نړیواله کچه د خامو تېلو بیې ۲۵۰ ته ختلي چې له امله یې د پاکستان په څېر هېوادونه له سختو ستونزو سره مخ دي. هغه زیاته کړه چې ان په هغو هېوادونو کې چې د تېلو زیرمې لري، اوسمهال د انرژۍ بحران دی او پوځ د تېلو د ډیپوګانو ساتنه کوي.

 

بل لور ته د مالیې وزیر محمد اورنګزېب اعلان وکړ چې د ولس د بار سپکولو لپاره یې د ځانګړې سبسایډي یا مرستې پلان جوړ کړی دی. د دغه پلان له مخې به موټرسایکل سپرو ته د راتلونکو دریو میاشتو لپاره په یو لېټر تېلو کې ۱۰۰ روپۍ رعایت ورکول کېږي.

 

د حکومت په وینا، د عامه ترانسپورت بسونو ته به په میاشتنۍ توګه یو لک روپۍ، لویو لاریو ته ۷۰ زره روپۍ او کوچنیو ځمکه والو ته په هر جریب ۱۵۰۰ روپۍ سبسایډي ورکول کېږي. دا پرېکړه د هېواد د سیاسي او پوځي مشرتابه په یوه ګډه ناسته کې شوې ده.