پېښور : د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې، سی ټي ډي، ویلي دي چې د پېښور په میره کچوړۍ سیمه کې د باوري خفیه معلوماتو په بنیاد د عملیاتو پر مهال څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

 

سی ټي ډي ،د اګست پر ۲۷مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې عملیات د مهر ګل کلي هدیرې ته څېرمه شوي وو. اداره وايي، چې وسله والو د سی ټي ډي پر سرتېرو ډزې وکړې او نښته شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ دقیقو روانه وه.

 

د ډزو تر درېدو وروسته د سیمې د پلټنې پر مهال د څلورو کسانو مړي موندل شوي، او یو شمېر نور مشکوک وسله وال له سیمې وتښتېدل. سی ټي ډي وايي، چې د دوي کوم سرتېري ته زیان نه دی رسېدلی.

 

اداره وايي، له وژل شویو کسانو څخه درې کلاشینکوفونه، یوه تومانچه، یو لاسي بم، اووه مېګزینونه او نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

 

د سی ټي ډي په وینا، له یو وژل شوي کس سره د افغان کډوالۍ کارت موندل شوی دی چې نوم پرې سید ولي، د عبدالغني زوې او د اوسېدو ځای یې د افغانستان ننګرهار لیکل شوی دی.

 

سی ټي ډي ویلي دي، چې سید ولي ښيي له هغو دریو ځانمرګو بریدګرو څخه یو وي چې ،د ادارې په وینا، تر دې وړاندې له افغانستانه پاکستان ته داخل شوي وو، خو اداره وايي چې د هغه د نوم، پېژندنې او رول په اړه پلټنې لا روانې دي.

 

سی ټي ډي وژل شوي کسان د جماعت الاحرار له یوې ډلې سره تړلي بللي او دعوه یې کړې ده چې هغوي پر امنیتي ځواکونو د بریدونو پلان درلود. د ادارې د دغو دعوو د تایید لپاره تر اوسه خپلواک شواهد نه دي وړاندې شوي.