کییف : اوکرایني چارواکي وايي، چې روسي ځواکونو ،د اګست پر ۲۸مه، شپه د کییف صوبې د بیلوهورودکا په سویاتوپېتریفسکه سیمه کې د «نووا پوستا» پر ګودام برید کړی او ورسره نږدې یو پیداواري مرکز هم زیانمن شوی دی. د بریدونو له امله په سیمه کې اور لګېدلی دی.
د بیلوهورودکا د ځايي شورا مشر انتون اووسیینکو ویلي دي، چې د لومړي برید شاوخوا یو ساعت وروسته، په داسې حال کې چې د ژغورنې او اور وژنې ډلې د اور په مړه کولو بوختې وې، پر همدې ځای دوه نور بریدونه هم وشول. د هغه په وینا، امدادي کارکوونکي د دویمو بریدونو تر مخه خوندي ځای ته تللي وو.
چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړي. د سخت لوګي له امله د سویاتوپېتریفسکه او شاوخوا سیمو له اوسېدونکو غوښتل شوي دي چې کړکۍ وتړي، له غیر ضروري وتلو ډډه وکړي او د بیا برید د خطر له امله د پېښې ځای ته نږدې نه شي.
د دې ځانګړي برید د نوعیت په اړه تر اوسه نه دي ویل شوي چې ډرونونه، توغندي یا کومه بله وسله پکې کارول شوې ده. خو روسي ځواکونو په دې وروستیو کې پر کییف او شاوخوا سیمو په بریدونو کې په پراخه کچه بریدګر ډرونونه او بالستیک توغندي کارولي دي. د اګست پر ۲۷مه شپه هم د کییف پر صوبه په ډرونونو او بالستیک توغندیو بریدونه شوي وو.
«نووا پوستا» د اوکراین د خطونو، پارسلونو او مالونو د لېږد رالېږد لویه شخصي کمپنۍ ده او په ټول هېواد کې د پوست، کوریر او بار رسولو پراخه شبکه لري. د کمپنۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶م کال تر جولایۍ یې په اوکراین کې شاوخوا ۵۴ زره او ۷۰۰ د خدمت مرکزونه او پارسل لاکرونه لرل او یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ۲۵۴ میلیونو ډېر پارسلونه او مالونه لېږدولي وو.


شال نیوز