مکین : د بر سویلي وزیرستان د مکین بازار په مارکېټ نمبر ۹ کې ،د اګست په ۲۸مه، د امن کمېټۍ د دفتر مخې ته په یو موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد چاودلي دي چې له امله يې یو کس مړ شوی او پینځه نور کسان ژوبل شوي دي.
د مکین تاڼې ایس اېچ او ،فهیم محسود، په لومړني معلوماتو کې شال نیوز ته ویلي وو چې په چاودنه کې شپږ کسان ژوبل شوي وو چې پکې د امن کمېټۍ درې رضاکاران او درې عام وګړي شامل وو. د هغه په وینا، چاودنې شاوخوا دوکانونو ته هم زیان رسولی دی.
د تازه معلوماتو له مخې په ژوبلو کې یو وګړي عنایت الله سا ورکړې ده. د وژل شوي عنایت الله په اړه نور معلومات ندي ورکړل شوي چې نوموړی د امن کمېتۍ غړی و او که عام وګړی.
فهیم محسود وايي، چې د امن کمېټۍ درې ژوبل غړي د درملنې لپاره د شمالي وزیرستان رزمک سیمې ته لېږدول شوي دي. پولیس وايي، له چاودنې وروسته يې سیمه کلابنده کړې، شواهد يې راټول کړي او د پېښې په اړه پلټنې يې پېل کړې دي.


عدنان بېټنی