د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ,شارژ د افیر, ور وغوښت او د وروستیو بریدونو په تړاو یې ورته د اعتراض رسمي یادداشت وسپاره.


د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ډیورنډ پولي په اوږدو کې، په ځانګړي ډول د کونړ ولایت کې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو وروستي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي. اعلامیه زیاتوي چې د ملکي خلکو او عامه شتمنیو په نښه کول د نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د اړیکو ښکاره سرغړونه ده.

 

د اعتراض په یادداشت کې افغانستان له مقابل لوري غوښتي چې زر تر زره دې دا ډول کړنې ودروي او د ډیپلوماټیکو او حقوقي اصولو په چوکاټ کې دې د ورته پېښو له تکرار څخه ډډه وکړي. دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان له لوري پر افغانستان د بریدونو ادعاوې دوام لري.

 

د ورکړی شوي معلوماتو لمخې، د وروستیو بریدونو په ترڅ کې، چې پرون او تېره شپه ترسره شوي، د کونړ ولایت ځیني سیمي په نښه شوې دي. د اسعداباد ښار اړوند د سید جمال الدین افغان پوهنتون هم په دغو بریدونو کې زیانمن شوی دی.

 

د ورکړل شوو شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون، نژدی لس تنه وژل شوي او سلو پورې نور ټپیان دي.

 

دا نښتې یوازې په کونړ پورې محدودې نه وې ځکه چې له دې وړاندې په سپین بولدک او چمن کې هم د دواړو غاړو د ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې وې. په دغو سرحدي نښتو کې د طالبانو د سرچینو په وینا ۶ پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي وو.

 

همدا رنګ په روانه میاشت کې د باجوړ په سیمه کې هم د ناامنیو پېښې رامنځته شوې وې چې پکې مرګ ژوبله اوښتې وه. په چمن کې د ځايي خلکو لخوا دا ادعاوې هم شوې دي چې د افغان طالبانو د ډزو له امله عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر کسان پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

 

په کابل کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د پوهنتون د لیدنې پر مهال زده کونکو ته وویل چې د دې برید غچ به اخلي او هغوي ته یې ډاډ ورکړ چې خپلې زده کړې جاري وساتي.

 

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما او د بشري حقونو راپورترانو هم په کونړ کې د ملکي وګړو په نښه کول غندلي او د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه یې کړې ده. د دوي په وینا تعلیمي ادارې او عام خلک باید هیڅکله د جنګ هدف ونه ګرځي او د داسې بریدونو عاملین باید د خپلو کړنو ځواب ووایي.