بر دیر : د بر دیر روغتیايي چارواکي وايي، چې په ضلعه کې د ناپاکو اوبو له امله د دستونو، کانګو او د معدې ناروغۍ زیاتې شوې دي او په تېرو شاوخوا شپږو اوونیو کې له دوو زرو زیات کسان روغتونونو ته ورغلي دي.

 

د ضلعې روغتیايي افسر ډاکټر خالد خان ،د اګست پ ۲۸مه، ویلي دي، چې په دیر، واړي، شرینګل، عشېري دره، براول او شاوخوا سیمو کې په تېرو درېو ورځو کې سلګونه کسان د دستونو، کانګو او د معدې د نورو ناروغیو له امله روغتونونو ته وړل شوي دي. په ناروغانو کې ماشومان، ښځې او زاړه کسان هم شامل دي.

 

د هغه په وینا، د ضلعې له ۴۰ ځایونو د څښاک د اوبو نمونې د معاینې لپاره خیبر میډیکل پوهنتون ته لېږل شوې وې، چې له هغو ۲۹ نمونې د څښلو لپاره مضر بلل شوې دي. روغتیايي چارواکو په درې ناروغانو کې د هیضې ناروغي هم تایید کړې ده.

 

د دیر د ضلعي مرکزي روغتون مشر ډاکټر امتیاز وايي، چې هره ورځ له سلو زیات ناروغان د ورته ناروغیو له امله روغتون ته ورځي. روغتیايي چارواکي وايي، چې د لبارټرو د نتیجو له ترلاسه کېدو وروسته په اغېزمنو سیمو کې د اوبو په سرچینو کې کلورین اچول شوي، خو ،د دوي په وینا، دا د ستونزې دایمي حل نه دی.

 

چارواکو له خلکو غوښتي دي چې پاکې اوبه وڅښي او د خوراکي توکو او شخصي صفایۍ خیال وساتي. روغتیايي اداره وايي، حالت تر څارنې لاندې دی.