د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په متفقه توګه یو قرارداد منظور کړی چې پکي د ماشومانو پر ضد د جنسي تېري، جسماني تشدد، تښتونې او وژنې د پېښو پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.

 

دا قرارداد د تحریک انصاف غړي سید قاسم علي شاه وړاندې کړی و او د صوبايي اسمبلۍ یو شمېر ښځینه او نورو غړو یې ملاتړ کړی دی.

په قرارداد کي ویل شوي چې په وروستیو کي د دوو، دریو، څلورو کلونو له ماشومانو نیولې تر ۱۵ کلنو پورې د ماشومانو د جنسي تېري، تشدد او په ځینو پېښو کي له جنسي تېري وروسته د وژنې رپورټونه مخې ته راغلي دي.

 

اسمبلۍ غوښتنه کړې چې د ماشومانو د خوندیتوب موجوده قوانین دې په کلکه عملي شي او که اړتیا وي، نور قانوني اقدامات دې هم وشي.

 

قرارداد همداراز غوښتنه کوي چې د ماشومانو د جنسي تېري مقدمې دې د چټک عدالتي نظام له لارې وڅېړل شي او په داسې مقدماتو کي دې د تورن او متاثره کورنۍ ترمنځ د روغې جوړې قانوني لاره بنده شي. د متاثره ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د قانوني، نفسياتي او ټولنیزې مرستې غوښتنه هم شوې ده.

 

سید قاسم علي شاه ویلي، یوازې د پېښو غندنه کافي نه ده او حکومت باید د قانون د عملي کولو ترڅنګ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره موثر اقدامات وکړي.