د ایران د مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي د استازي تر څار لاندې خپرېدونکې "کیهان" ورځپاڼې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په سختو ټکو یاد کړی، هغه یې “امریکايي مهره”بللی او تهران ته یې وروستی سفر د سپینې ماڼۍ "فریبي عملیاتو" برخه ګڼلی دی.
کیهان د چهارشنبې، د اګست ۲۶مې په یوه لیکنه کي ویلي، تهران ته د عاصم منیر او د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي وروستي سفرونه باید د سیمې خپلواک ډیپلوماتیکې هڅې ونه ګڼل شي، بلکې د ورځپاڼې په تعبیر، دا د امریکا د یوې نوې تګلارې برخه ده چې ایران بېرته د مذاکراتو مېز ته راولي.
ورځپاڼې د عاصم منیر په اړه په څرګندو ټکو لیکلي چې “هغه یوه امریکايي مهره ده” او ادعا یې کړې چې تهران ته یې سفر، په ځانګړي ډول له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر مستقیمې اړیکې وروسته، تر متوازن منځګړیتوب زیات د سپینې ماڼۍ د سپارل شوي ماموریت بڼه لري.
کیهان ویلي، امریکا د بندیزونو او ډیپلوماتیکو پیغامونو په یوځای استعمال سره غواړي د ایران پر پرېکړو اغېز وکړي. د ورځپاڼې په اند، د سیمې د منځګړو سفرونه د همدې هڅې یوه برخه ده. دا د کیهان نظر او ادعا ده؛ امریکا او پاکستان د ورځپاڼې د دغو تورونو په اړه تر اوسه په علني توګه ورته مستقیم ځواب نه دی ورکړی.
عاصم منیر په وروستیو ورځو کي تهران ته تللی او له ایراني چارواکو سره یې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ، د هرمز تنګي او د جګړې د پراخېدو د مخنیوي پر لارو خبرې کړې دي. پاکستان ځان د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د اسانتیا لپاره د یوه منځګړي په توګه وړاندې کوي.
خو د کیهان تازه لیکنه ښيي چې د ایران په واکمن سیاسي جوړښت پورې نږدې ټولو حلقو کي د پاکستان د دې رول په اړه یو شان نظر نشته. کیهان، چې د ایران د سخت دریځو د نظر مهمه رسنیزه هنداره ګڼل کېږي، د منیر سفر ته د منځګړیتوب پر ځای د امریکا د فشار د یوې برخې په سترګه کتلي دي.
د کیهان دغه سخت دریځ په داسې وخت کي مخې ته راغلی چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو په اوسني حساس پړاو کي خپل ډیپلوماتیک رول زیات کړی دی. تر اوسه نه واشنګټن او نه تهران د هر هغه پیغام بشپړ جزیات خپاره کړي چې ویل کېږي د پاکستان له لارې تبادله شوي دي.


شال نیوز