په باجوړ کي معلوماتو ته د لاسرسي کمېشن د خپلې کارکردګۍ، خلکو ته د سرکاري خدمتونو د رسولو او په ادارو کي د روڼتیا د ښه کولو په اړه د باجوړ پرېس کلب له خبریالانو سره مشورتي غونډه کړې ده.

 

په غونډه کي د باجوړ د څارنې او ارزونې افسر رحمت حسین، د کمېشن استازو او د باجوړ پرېس کلب خبریالانو ګډون کړی وو.

 

د غونډې پر مهال د کمېشن د کار، خلکو ته د سرکاري ادارو له خوا د ورکړل کېدونکو خدمتونو، د شکایتونو د حل او د عامو خلکو د حقونو په اړه د پوهاوي پر زیاتولو خبرې شوې دي.

 

ګډونوالو د هغو ستونزو یادونه کړې چې خلک یې د سرکاري ادارو د خدمتونو د ترلاسه کولو پر مهال ورسره مخ کېږي. خبریالانو د شکایتونو د ژر ثبت او تعقیب، سرکاري خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي او له اړوندو ادارو سره د رابطې د ښه کولو لپاره خپلې مشورې وړاندې کړې دي.

 

ویناوالو ویلي، خلکو ته پر وخت او اغېزمن سرکاري خدمتونه رسول، د ادارو په کار کي روڼتیا ساتل او چارواکي د خپلو ذمه‌واريو ځواب ویونکي کول ضروري دي.

هغوی زیاته کړې چې رسنۍ د خلکو د مسئلو په را برسېره کولو، د عامه پوهاوي په زیاتولو او د اړوندو ادارو د متوجه کولو په برخه کي مهم رول لوبولای شي.

 

په غونډه کي پر دې هم ټینګار شوی چې معلوماتو ته د لاسرسي کمېشن، سرکاري ادارو او رسنیو ترمنځ همکاري نوره هم پیاوړې شي، څو د خلکو شکایتونه پر وخت واورېدل شي او هغوی خپلو قانوني حقونو او موجودو سرکاري خدمتونو ته په اسانه لاسرسی ولري.

 

د غونډې په پای کي ګډونوالو د عامه پوهاوي، د سرکاري خدمتونو د ښه کولو او په ادارو کي د روڼتیا د زیاتولو لپاره د کمېشن د روانو هڅو ستاینه کړې ده.