پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کي په دریو جلا عملیاتو کي ټول ۱۱ وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان سرکاري راډیو د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، په بنو کي د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد عملیات شوي چې پکي دوه وسله وال وژل شوي دي. راپور وايي، له وژل شوو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
په جنوبي وزیرستان کي د لده په سیمه کي په یوه بل عملیات کي پنځه وسله وال وژل شوي دي. د سرکاري راپور له مخې، دا کارروایي هم د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد شوې وه. تر اوسه د وژل شوو کسانو نومونه او نور تفصیل نه دی خپور شوی.
په بلوچستان کي بیا د خضدار ضلعې د سسول په سیمه کي امنیتي ځواکونو د څلورو نورو وسله والو د وژلو دعوه کړې ده. سرکاري سرچینې وايي، په دې کارروایۍ کي د وسله والو د نښه کولو لپاره له کواډکاپټر، یعنې وړې بېپیلوټه الوتکې، هم مرسته اخیستل شوې وه.
پاکستاني چارواکو د بنو او جنوبي وزیرستان وژل شوي کسان له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي بللي، په داسې حال کي چې د خضدار وژل شوي وسله وال یې د بلوچستان له وسله والو ډلو سره اړوند یاد کړي دي. حکومت د دغو ډلو لپاره خپل ځانګړي اصطلاحات کاروي، خو شال نیوز د بېطرفه خبري ژبې له مخې هغوی د وسله والو په توګه یادوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دغو عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو پر وخت کارروایي کړې او د وسله والو پلانونه یې ناکام کړي دي. هغه ویلي، حکومت به د وسله والو ډلو پر ضد کارروایۍ ته دوام ورکوي.
تر دې دمه د وژل شوو ۱۱ کسانو هویتونه په رسمي توګه نه دي خپاره شوي او نه اړوندو وسله والو ډلو د حکومت د دغو دعوو په اړه جلا بیان ورکړی دی.
دا تازه عملیات څو ورځې وروسته شوي چې د پاکستان پوځ د اګست پر ۲۱مه ویلي وو، په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کي یې په یو شمېر جلا عملیاتو کي ۴۹ وسله وال وژلي دي. د پوځ د هغه بیان له مخې، ۳۷ کسان په بلوچستان کي په مستونګ، مچ، خضدار او پنجګور کي وژل شوي وو.
په وروستیو میاشتو کي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کي د وسله والو بریدونو او امنیتي ځواکونو د کارروایو کچه لوړه شوې ده. د اسلاماباد د شخړو او امنیتي مطالعاتو د یوې ادارې د معلوماتو له مخې، جولای د ۲۰۲۶م کال تر ټولو خونړۍ میاشت وه او په بریدونو او امنیتي کارروایو کي ۲۰۵ کسان وژل شوي وو، چې ۱۱۲ یې امنیتي اهلکار وو.


شال نیوز