د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي، شخصي هوايي شرکت «ساوت اېیر» ته د پېښور ـ کوټه او پېښور ـ لاهور پر لارو د الوتنو اجازه ورکړل شوې ده.
ګورنر ویلي، د پاکستان هوايي چلند ادارې د دغو نویو لارو منظوري ورکړې او تمه ده چې ورسره به له پېښوره کوټې او لاهور ته د مسافرو سفر اسانه شي.
فیصل کریم کنډي ویلي، په ځانګړي ډول له بلوچستان سره د خېبر پښتونخوا مستقیمې هوايي رابطې محدودې دي او د پېښور ـ کوټې الوتنه به د دواړو صوبو د خلکو لپاره د سفر یوه بله اسانتیا برابره کړي.
د ګورنر په وینا، «ساوت اېیر» ورته ډاډ ورکړی چې د نویو الوتکو له اخیستو وروسته به له ډېره اسماعیل خان او چترال هوايي ډګرونو هم خپل سروس پیل کړي.
تر اوسه د پېښور ـ کوټه او پېښور ـ لاهور د الوتنو د پیل دقیقې نېټې، د ټکټونو بیې او په اوونۍ کي د الوتنو شمېر نه دی اعلان شوی.


شال نیوز