خېبر پښتونخوا په غرنیو سیمو کې، په ځانګړي ډول شانګله کې، تند بهېدونکي سیندونه د ښکلا تر څنګ جدي خطرونه هم له ځان سره لري، او هر کال ګڼې پېښې رامنځته کېږي چې ځینې یې مرګوني پایلې لري.

 

په همدې حال کې، د “کوکا اینډ کمپنۍ” په نوم یوه رضاکاره ډله له کلونو راهیسي د ژغورنې خدمات وړاندې کوي. دا ډله، چې بنسټ یې یو ځايي کس “کوکا” ایښی، اوس یې زامن او نمسي پر مخ وړي. د ډلې غړي وایي، دوي هڅه کوي هر هغه څوک وژغوري چې سیند ته لوېدلي وي، او که ژوندي نه وي، مړي یې کورنیو ته وسپاري.


دا راپور د همدې زړورو رضاکارانو د هڅو او قربانیو کیسه بیانوي، چې یوازې په شانګله نه، بلکې سوات، کوهستان او استور کې هم د خلکو د ژغورنې لپاره رسېدلي دي.