د بلوچستان د لس بېلې ضلعې په بالاکوټ کې نږدې پنځوس کاله وړاندې موندل شوي دوه ډبرین مهرونه د هړاپا د دورې له هغو اثارو څخه دي چې د سیند د لرغوني تمدن د پراخېدو، د ساحلي مېشت ځایونو او د هغه وخت د خلکو د ژوند په اړه مهم معلومات ورکوي.
د ۱۹۷۶م کال د لرغونپوهنې د راپور له مخې، دغه دوه مهرونه د بالاکوټ د لرغوني ځای د کیندنو په درېیم پړاو کې موندل شوي وو. دواړه د هړاپا د پخې دورې مهرونه بلل شوي او بڼه یې د موهن جو دارو له مشهورو مهرونو سره ورته ښودل شوې ده.
پر دواړو مهرونو د یو ښکر لرونکي ژوي انځور جوړ شوی او د هغه پر سر د سیند د لرغوني تمدن د لیک نښې لیدل کېږي. څېړونکو ویلي وو چې مهرونه د لرغوني غونډۍ سطحې ته نږدې، د ودانیو او نورو پاتې شونو په منځ کې موندل شوي وو.
د هماغو کیندنو پر مهال د خټو یوه بشپړه کړۍ هم ترلاسه شوې وه چې پر دننه برخه یې د سیند د پخواني لیک دوه نښې رنګ شوې وې. د هغه وخت لرغونپوهانو دا د خپل ډول له تر ټولو بشپړو او ښه ساتل شویو بېلګو څخه بللې وه.
بالاکوټ د سونمیاني خلیج ته نږدې، د کراچۍ شمال لوېدیځ لوري ته پروت لرغونی ځای دی. په اویايمه لسیزه کې د کلفورنیا برکلي پوهنتون او د پاکستان د لرغونپوهنې ادارې ګډو ډلو دلته څو کاله پرله پسې کیندنې کړې وې.
څېړنو ښودلې چې بالاکوټ د هړاپا د تمدن له هغو ساحلي مېشت ځایونو څخه و چې د سمندر له طبیعي سرچینو سره یې ژور تړاو درلود. د ماهیانو هډوکي، سمندري صدفونه او د صدفو د پرې کولو او ميده کولو وسایل په لوی شمېر موندل شوي دي.
په بالاکوټ کې د صدفو د بنګړو د جوړولو ځانګړي ځایونه هم موندل شوي وو. لرغونپوهانو هلته نیمګړي او بشپړ بنګړي، د صدفو ټوټې، د ميده کولو ډبرې او د کار نور وسایل موندلي وو. د دغو اثارو شمېر ښيي چې د بنګړو جوړول د خلکو د کورني استعمال تر کچې محدود کار نه و، بلکې په منظمه او مسلکي بڼه کېده.
د ۱۹۷۷م کال په یوه علمي څېړنه کې جورج ډېلز او جوناتن مارک کینویېر لیکلي وو چې د بنګړو د جوړولو پاتې شوني دومره ډېر دي چې دا کار د بالاکوټ د خلکو یوه مهمه کسبی سرګرمي ګڼل کېدی شي او احتمال شته چې ځینې تولیدات یې د تبادلې یا کاروبار لپاره هم جوړېدل.
خو لرغونپوهان د بالاکوټ د پراخ سمندري تجارت په اړه لا هم په احتیاط خبرې کوي. د ۱۹۷۳م کال د لومړنیو کیندنو راپور ویلي وو چې د بالاکوټ موقعیت د دې پوښتنې د څېړلو لپاره مهم دی چې د سیند تمدن له فارس خلیج او میسوپوټامیا سره سمندري اړیکې لرلې که نه. وروسته څېړنو بیا ټینګار کړی چې د بالاکوټ د مستقیم تجارتي رول د ثابتولو لپاره نور شواهد هم ضروري دي.
سره له دې، د هړاپا د مهرونو، صدفو د کارخانو او نورو اثارو موندل دا روښانوي چې بالاکوټ د سیند د تمدن له پراخ کلتوري چاپېریال سره تړلی و او د بلوچستان ساحلي سیمې د زرګونو کلونو وړاندې د خلکو د ژوند، هنر او کسب مهم مرکزونه وو.
بالاکوټ د هړاپا له دورې هم پخوانی تاریخ لري. د سیمې په لاندې طبقو کي داسې اثار موندل شوي چې د سیند د تمدن له پخې دورې څخه پخواني دي او د بلوچستان او جنوبي سیند د لومړنیو کلتورونو ترمنځ اړیکې ښيي.
د دغو کیندنو ارزښت دا هم دی چې د بلوچستان ساحلي تاریخ یوازې د هړاپا تر دورې محدود نه و. په لس بېله او د سیند د ډیلټا په ساحلي سیمو کي نورو څېړنو هم ښودلې چې انسانانو د زرګونو کلونو راهیسې له سمندر، ماهیانو او نورو ساحلي سرچینو سره تړلی ژوند درلود.


شال نیوز