پاړاچنار : امنیتي سرچینې وايي، چې پاکستاني ځواکونو د چهارشنبې په ورځ، د اګست پر ۲۶مه، د منځنۍ کرمې په مناتو سیمه کي د «۱۱ ګرج» عملیاتو په ترڅ کي د وسله والو پر مشکوکو پټنځایونو د توپخانې بمباري کړې ده.

 

د سرچینو په وینا، دا بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر اساس شوي او د وسله والو ګڼ مشکوک مرکزونه په نښه شوي دي. سرچینې دعوې کوي چې په کارروایۍ کي وسله والو ته درانه زیانونه اوښتي، خو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی خپور شوی او شال نیوز هم په خپلواکه توګه د مرګ‌ژوبلې د اندازې تصدیق نه شي کولی.

 

سرچینې زیاتوي، امنیتي ځواکونو په سیمه کي د حالاتو تر جاج اخیستو وروسته د نورو کارروایو د دوام پرېکړه کړې ده. «۱۱ ګرج» هغه روان امنیتي عملیات دي چې په وروستیو میاشتو کي د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کي د وسله والو ډلو پر ضد ترسره کېږي.

 

د اګست په پېل کي هم امنیتي سرچینو د دغو عملیاتو په ترڅ کي په باجوړ او خیبر کي د وسله والو د وژلو او د هغوی د پټنځایونو د ویجاړولو دعوه کړې وه.