ارومچي : د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز د چین د سنکیانګ د کمونېسټ ګوند له مشر چن شیاوجیانګ سره لیدلي او دواړو خواوو د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او نوې ټکنالوجۍ په برخه کي د ګډ کار د پراخولو هوکړه کړې ده.

 

دا لیدنه د اګست پر ۲۵مه په ارومچي کي شوې، چې مریم نواز د څلور ورځني سرکاري سفر لپاره چین ته رسېدلې وه. د سنکیانګ د حکومت رسمي معلومات هم تاییدوي چې چن شیاوجیانګ د سنکیانګ د ګوند د مشر په توګه له مریم نواز سره کتلي دي.

 

په خبرو کي د اوبو د کم استعمال له لارې کرنه، د فصلونو ډیجیټل څارنه، کرنیزې مشینرۍ، د ځمکو د برابرولو عصري طریقې، چینايي تخمونه او په لویه کچه د فارمونو چلول شامل وو.

 

دواړو خواوو د داسې چینايي تخمونو د استعمال پر امکان هم خبرې کړې چې مخکې ازمویل شوي او د فصلونو د پیداوار د زیاتولو لپاره کارول کېدی شي. د کرنیزو چارو لپاره د پرمختللو هوايي وسایلو او د فصلونو د حالت د ډیجیټل څارنې پر نظامونو هم اتفاق شوی دی.

 

مریم نواز ویلي، پنجاب د پاکستان د کرنیز پیداوار تر ټولو مهمه سیمه ده او د هېواد د غنمو، جوارو، ګني او وریجو د اړتیاوو په پوره کولو کي لویه برخه لري. هغې ویلي، پنجاب غواړي د سنکیانګ له تجربې، په ځانګړي ډول په لویو فارمونو، د اوبو په سپما او عصري کرنیزو طریقو کي ګټه واخلي.

 

د پنجاب حکومت ویلي، له چین سره یوازې کرنه نه، بلکې صنعت، معدنیاتو او نویو ټکنالوجیو کي هم ګډ کار پراخول غواړي. په غونډه کي د پنجاب او سنکیانګ ترمنځ د چارواکو او ماهرینو د پلاوو د تګ راتګ پر زیاتولو هم خبرې شوې، څو په کرنه، مالدارۍ او اوبو لګولو کي عملي پروژې پېل شي.

 

مریم نواز د خپل سفر پر مهال د سنکیانګ د پروډکشن اېنډ کنسټرکشن کور له چارواکو سره هم کتلي دي. د اګست پر ۲۶مه د پنجاب او سنکیانګ د اقتصادي، تجارتي او ولسي اړیکو د پراخولو په اړه نورې خبرې هم شوې دي.