ګلګت : د ګلګت بلتستان حکومت نن د اګست پر ۲۶مه د نوي ښکاری موسم لپاره د نایابو ځناورو د ښکار اجازت نامې لیلام کړې، چې پکي مارخور، نیلي پسه او ابیکس شامل دي. د حکومت د اعلان له مخې، د مارخور د یوې اجازت نامې ابتدایي بیعه ۲ لکه ډالره ټاکل شوې، چې د نورو ځناورو په پرتله تر ټولو لوړه ده.

 

ټاکل شوې چې د دریو مارخورونو، ۱۴ نیلي پسونو او ۱۰۰ ابیکسونو د ښکار اجازت نامې د سپتمبر پر ۱۰مه په ګلګت کي لیلام شي. د نیلي پسه د یوې اجازت نامې ابتدایي بیعه ۲۵ زره ډالره او د ابیکس ۱۱ زره ډالره ټاکل شوې ده.

 

د ښکار نوی موسم به د اکتوبر پر ۱۵مه شروع شي او د ۲۰۲۷م کال د اپرېل تر ۱۰مې به دوام وکړي. چارواکي وايي، د دغو اجازت نامو له پیسو ۸۰ فیصده برخه ځايي خلکو ته ورکول کېږي، څو د وحشي ځناورو په ساتنه کي د خلکو دلچسپي زیاته شي.

 

خو ځینو ځايي کاروباریانو او د سیاحت له شعبې سره تړلو کسانو د اجازت نامو پر لوړو بیو اعتراض کړی دی. د هغوی په وینا، ډېر لوړ قیمتونه بهرني ښکاریان کمولی شي او د سیمې د سیاحت کاروبار ته زیان رسولی شي.