خاران / مستونګ : د بلوچستان په خاران کي درې کسټم اهلکار د وسله والو له خوا وړل شوي، او په مستونګ کي د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لاره دوه پلونه په جلا چاودنو کي ویجاړ شوي دي.

 

سیمه‌ ییزو سرچینو ویلي، دغه اهلکار د اګست پر ۲۵مه د شپې د خاران د دالي په سیمه کي هغه مهال وړل شوي چې وسله والو پر سړک ناکه لګولي وه

 

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو اهلکارو د وړلو مسئولیت نه دی منلی او د هغوی د برخلیک په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

 

په یوه بله پېښه کي د مستونګ د کډکوچه په سیمه کي د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لاره دوه پلونه په دوو جلا چاودنو کي په نښه شوي دي. سیمه‌ ییز راپورونه وايي، چاودنو پلونو ته سخت زیان رسولی، خو د مرګ‌ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

 

شال نیوز ته تر اوسه د دواړو پېښو په اړه د بلوچستان پولیسو، کسټم ادارې یا نورو حکومتي چارواکو رسمي تایید نه دی کړي