د خېبر پښتونخوا اورکزو ضلعې په مشتي مېله سيمه کې، د اپرېل په ۲۸مه، د سختو توپاني بارانونو او د وريځو د ناڅاپي چاودېدو له امله ناڅاپي سېلاب رامنځته شوی دی، چې له امله يې د سیمي ولس ته پراخ مالي زيانونه اوښتي دي.

د سیمي ولس د ناڅاپي سیلاب نه پس امدادي هلې ځلې کوي | انځور شال نیوز / مصطفی خان
د کوز اورکزو اسسټنټ کمشنر ،عمر مختار، شال نيوز ته ويلي، چې د سختو بارانونو وروسته د مشتي بازار په لور ناڅاپه سېلابي اوبه راووتې او د بازار پر تجارتي مرکزونو او استوګنيزو کورونو ته یې سخت زیان ورسول.

ناڅاپي سیلاب نه پس ودانیو ته رسېدلی زیان | انځور شال نیوز / مصطفی خان
د هغه په وينا، د سېلابي رېلو له امله لسګونه دوکانونه، مارکېټونه او يو شمېر کورونه اوبو وړي دي. همدارنګه يو شمېر موټرسایکلونه او موټر هم د سېلابي اوبو وړي دي.
چارواکي وايي، د پېښې وروسته د سيمي انتظاميه او امدادي ډلې متاثره سیلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي او د زيانونو د جاج اخيستو لړۍ روانه ده.

چارواکي د سیلاب نه پس د سیمي جاج اخلي | انځور شال نیوز / مصطفی خان
اسسټنټ کمشنر زياته کړې، چې تر اوسه د کوم ځاني زيان راپور نه دی ترلاسه شوی، خو د سيمي وضعيت له نږدې څارل کېږي او متاثرينو ته د مرستو رسولو لپاره هڅې روانې دي.

مصطفی خان