کابل : د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ،عبداللطیف منصور ویلي دي، چې پاکستان د امریکا او ناټو پر ضد د طالبانو د جګړې پر مهال له دې ډلې سره مرسته کړې وه، خو اسلام اباد باید دا تمه ونه لري چې طالبان به اوس د دې مرستې په بدل کې د پاکستان هره غوښتنه ومني.
منصور د اګست پر ۲۵مه په پکتیا کې یوې غونډې ته وویل:
«موږ د جهاد په وخت کي د مرستې منندوی یو، خو دا تمه مه کوئ چې موږ به غلامي ومنو. موږ د روس او امریکا غلامي ونه منله.»
هغه پاکستان ته په اشاره وویل، چې افغانانو په تېرو جګړو کې د لویو قدرتونو تابعداری نه دی منلی او اوس به هم د بل هېواد تر واک او نفوذ لاندي ژوند ونه مني. د طالبانو د وزیر دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې د تحریک طالبان پاکستان، سرحدي شخړو او د دواړو خواوو د امنیتي تورونو له امله ترینګلې دي.
پاکستان په وار وار ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي او له طالبانو یې غوښتي دي چې د دې ډلې پر ضد عملي ګامونه واخلي. طالبان دا تور ردوي او وايي، د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو چارواکو هم پر پاکستان تورونه لګولي دي چې د افغانستان پر وړاندې د فشار سیاست کاروي او د داعش خراسان ډلې له فعالیتونو سره د پاکستان د اړیکو دعوې یې کړې دي؛ پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
د منصور څرګندونې ځکه د پام وړ دي چې د طالبانو د اوسني حکومت یو وزیر په ښکاره د پخوانۍ جګړې پر مهال د پاکستان د مرستې یادونه کوي، خو په عین وخت کې ټینګار کوي چې دا مرسته د اوسنیو سیاسي او امنیتي غوښتنو د منلو معنا نه لري.


شال نیوز