کابل / پېښور : خبریال سمیع یوسفزي ،د اګست پر ۲۰مه، په خپل اېکس پوسټ کې د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د یوې سرچینې له قوله ویلي دي، چې د دې ډلې مشر ،مفتي نور ولي محسود، افغانستان پرېښی دی او له افغان طالبانو سره د جدي اختلاف له امله نه غواړي بېرته دغه هېواد ته ستون شي.

یوسفزي د خپلې سرچینې له قوله لیکلي دي چې نور ولي محسود «افغانستان د تل لپاره پرېښی» او حتی که ژوند یې له خطر سره هم مخ شي، بیا به افغانستان ته ستون نه شي. د همدې سرچینې په وینا، د ټي ټي پي د شورا شپږ نور غړي شاوخوا دوه میاشتې مخکې، هغه مهال چې غوښتل یې له افغانستانه پاکستان ته ولاړ شي، د افغان طالبانو له خوا نیول شوي دي او تر اوسه په افغانستان کې بندیان دي.

 


د دغو دعوو خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی او نه هم افغان طالبانو یا ټي ټي پي په رسمي توګه په دې اړه څه ویلي دي. سمیع یوسفزي ویلي دي، چې که دا معلومات سم ثابت شي، نو دا به د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ په اړیکو کې د یوه مهم بدلون نښه وي.

په همدې حال کې، د «قدامه مهاجر» په نوم د ټي ټي پي له کړیو سره تړلي یو لیکوال په یوه تازه لیکنه کې د افغان طالبانو له چلنده شکایت کړی او دعوه یې کړې ده چې په افغانستان کې له پاکستاني وسله والو او د هغوي له کورنیو سره سخت چلند کېږي.

په دغه لیکنه کې ویل شوي دي چې ځینې کسان نیول شوي، وسلې ترې اخیستل شوې او یو شمېر یې د پلچرخي او نورو توقیف ځایونو ته انتقال شوي دي. لیکوال دا هم دعوه کړې ده چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د یوې وسله والې کورنۍ یوه ماشومه د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوې وه. د دې دعوې خپلواک تایید هم نه دی شوی.
 

ټي‌ ټي‌ پي ولې نور ولي محسود د کرمې قبایلي ضلعې له عملیاتو سره تړي؟
ټي‌ ټي‌ پي ولې نور ولي محسود د کرمې قبایلي ضلعې له عملیاتو سره تړي؟


په لیکنه کې افغان طالبانو ته یادونه شوې ده چې د پاکستان قبایلي سیمو او وزیرستان خلکو د افغانستان د پخوانۍ جګړې پر مهال د افغان طالبانو له غړو سره مرسته کړې، هغوي ته یې ځای ورکړی او ملاتړ یې ورسره کړی و، خو اوس د لیکوال په وینا، د ټي ټي پي اړوند کسان ځانونه هېر شوي او بې برخلیکه احساسوي.

که د نور ولي محسود د افغانستان پرېښودو، د ټي ټي پي د شورا د شپږو غړو د نیول کېدو او پر نورو غړو د محدودیتونو دعوې تایید شي، دا به د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ د اوږدو اړیکو په وضعیت کې د پام وړ بدلون وښيي.

تر اوسه د کابل چارواکو د دغو دعوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.