تحریک طالبان پاکستان، ټي‌ ټي‌ پي، یوه تازه ویډیو خپره کړې ده چې پکې دعوه کېږي چې د کرمې قبایلي ضلعې په یوه سیمه کې پر پوځي کمپ عملیات د دې ډلې د مشر ،مفتي نور ولي محسود، په مشرۍ ترسره شوي دي. د ویډیو خپرېدو د نور ولي محسود د موقعیت په اړه بحث یو ځل بیا تود کړی، ځکه پاکستان په پرله‌ پسې ډول وايي چې د ټي‌ ټي‌ پي لوړپوړې مشرتابه په افغانستان کې فعالیت کوي، خو د طالبانو حکومت دا دعوه ردوي.

د ټي‌ ټي‌ پي رسنیزې ادارې «عمر میډیا» دا ویډیو د اګست پر ۱۳مه د «۵۴۷» شمېرې لاندې خپره کړې ده. په خپاره شوي متن کې نور ولي محسود د «ابو منصور عاصم» په نوم هم یاد شوی او دعوه شوې ده چې د کرمې په سیمه کې پر یو پوځي کیمپ عملیات د هغه په مشرۍ ترسره شوي دي. خو تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي وړاندې شوي چې ثابته کړي نور ولي محسود د دغو عملیاتو پر مهال په فزیکي توګه د کرمې قبایلي ضلعې دننه موجود و.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې د یو مشر تصویرونه د جګړې له صحنو سره یو ځای ښودل په خپله دا نه ثابتوي چې دواړه په یوه وخت او یوه ځای کې ثبت شوي دي. په خپاره شوي متن کې هم دا نه ده روښانه شوې چې نور ولي محسود خپله د برید پر ځای حاضر و او که عملیات د ډلې د عمومي مشر په توګه د هغه له نوم سره تړل شوي دي.





د دې ویډیو اهمیت یوازې د دعوه شوي برید تر صحنو محدود نه دی. د ټي‌ ټي‌ پي د وروستیو رسنیزو خپرونو تسلسل ښيي چې ډله په ځانګړي ډول هڅه کوي خپل مشر د پاکستان د قبایلي سیمو له جغرافیې سره وتړي.

د اګست په لومړیو کې «عمر میډیا» د نور ولي محسود یوه بله اوږده ویډیو خپره کړې وه چې هغه یې د «خیبر نه تر کرمې» د سفر په بڼه ښودلی و. په هغې ویډیو کې نور ولي محسود په غرنیو سیمو کې د سفر او له وسله والو او نورو کسانو سره د لیدنو پر مهال لیدل کېږي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې «پکس» د هغې ویډیو په خپل تحلیل کې ویلي وو چې د خپرونې یوه مهمه موخه د نور ولي محسود د موقعیت په اړه د پاکستان له رسمي دریځ سره د مقابل روایت وړاندې کول ښکاري.

اوس د اګست د ۱۳مې نوې ویډیو دغه پیغام یو ګام نور هم وړاندې وړي. دا ځل یوازې دا دعوه نه کېږي چې نور ولي محسود د خیبر او کرمې په سیمو کې ګرځي، بلکې د کرمې قبایلي ضلعې پر یو پوځي کیمپ عملیات په مستقیم ډول د هغه له مشرۍ سره تړل شوي دي.

د دغو دواړو ویډیوګانو تسلسل داسې انځور وړاندې کوي چې ټي‌ ټي‌ پي غواړي خپل مشر د پاکستان دننه د قبایلي سیمو له جغرافیې او د ډلې له وسله والو فعالیتونو سره په څرګند ډول وتړي. دا مسئله ځکه پراخ سیاسي او امنیتي اهمیت لري چې د نور ولي محسود د موقعیت موضوع د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روان اختلاف یوه مهمه برخه ده.

اسلام‌ اباد په وار وار ویلي دي چې د ټي‌ ټي‌ پي مشران، د نور ولي محسود په ګډون، په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه د پاکستان دننه بریدونه تنظیموي. د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

په ۲۰۲۵م کال کې هم، په کابل کې له یوې چاودنې وروسته پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي وو چې نور ولي محسود هدف و. وروسته نوموړی ژوندی راڅرګند شو او د هغه غږیز او تصویري مواد خپاره شول.

له همدې امله، د نور ولي محسود د موقعیت موضوع یوازې د یو وسله وال مشر د اوسېدو د ځای بحث نه دی؛ بلکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټي‌ ټي‌ پي د پناه‌ځایونو، سرحدي امنیت او د یو بل پر خاوره د وسله والو د فعالیت پر سر د پراخ اختلاف برخه ده.

نور ولي محسود له ۲۰۱۸م کال راهیسې د ټي‌ ټي‌ پي مشري کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې هم هغه د تحریک طالبان پاکستان د مشر په توګه ثبت دی. د ټي‌ ټي‌ پي د وروستیو ویډیوګانو محتوا ښيي چې ډله د خپلو وسله والو فعالیتونو تر څنګ د خپل مشر د جغرافیایي موقعیت په اړه هم یو مشخص رسنیز پیغام وړاندې کوي.
 

د اګست د څلورمې ویډیو پیغام دا و چې نور ولي محسود له «خیبر نه تر کرمې» پورې د پاکستان په قبایلي سیمو کې ګرځي. د اګست د ۱۳مې ویډیو بیا د کرمې پر یو پوځي کمپ دعوه شوي عملیات د هغه له مشرۍ سره تړي. دغه تسلسل د ټي‌ ټي‌ پي د یوه منظم رسنیز دریځ څرګندونه کوي: ډله غواړي داسې انځور وړاندې کړي چې مشر یې د افغانستان په پناه‌ ځایونو کې نه، بلکې د پاکستان دننه د خپلو وسله والو ترمنځ فعالیت کوي.

تر اوسه موجود شواهد دا څرګندوي چې ټي‌ ټي‌ پي په شعوري ډول هڅه کوي نور ولي محسود د پاکستان دننه، په ځانګړي ډول د خیبر او کرمې قبایلي ضلعو له سیمو او خپلو وسله والو فعالیتونو سره وتړي. د هغه فزیکي موجودیت په کرمه کې بیا لا په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د اګست د ۱۳مې ویډیو ځکه د پام وړ ده چې یوازې د یو برید دعوه نه وړاندې کوي، بلکې د نور ولي محسود د موقعیت په اړه هم یو څرګند پیغام لري؛ داسې پیغام چې د پاکستان له هغې دعوې سره په مستقیم تضاد کې دی چې د ټي‌ ټي‌ پي لوړپوړی مشرتابه په افغانستان کې مېشت دی.

له همدې امله، د دې ویډیو اصلي اهمیت د دعوه شوي برید تر څنګ په هغه پراخ رسنیز او سیاسي پیغام کې دی چې ټي‌ ټي‌ پي یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خپل مشرتابه د موقعیت او پناه‌ ځایونو پر سر د روان اختلاف په منځ کې وړاندې کوي.