کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د بلخ پخواني والي ،عطامحمد نور، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ،امیر خان متقي، وروستیو څرګندونو ته په سخت غبرګون کې طالبان د پاکستان د پخوانیو چارواکو نصیرالله بابر، بې نظیر بوټو او پروېز مشرف «نافرمانه اولادونه» بللي دي.
نور ،د اګست په ۲۵مه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د متقي له خوا د طالبانو مخالفانو ته د «کولابي» کلیمې کارول، د هغه په وینا، «سپک قضاوت» او د اخلاقي زوال څرګندونه ده.
هغه لیکلي:
«کله چې ستاسو قضاوت دومره سپک وي، نو بیا د نصیرالله بابر، بېنظیر بوټو او پروېز مشرف نافرمانه اولادونه تاسو یاست او تاسو به اوسئ.»
نور په خپلو څرګندونو کې دا دعوه هم کړې ده چې د طالبانو کسان د اکوړه خټک او حقانیه مدرسو او په پاکستان کې د بېلابېلو پوځي او روزنیزو مرکزونو روزل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې د طالبانو د ځینو مشرانو او کسانو کورنۍ، کاروبارونه او جایدادونه اوس هم په پېښور، میرام شاه، کراچۍ او کوټه کې دي.
دا د عطا محمد نور دعوې دي او شال نیوز په خپلواکه توګه د دغو ټولو جزیاتو پخلی نه شي کولی.
نور د طالبانو پر سیاسي او جګړه ییز چلند هم سختې نیوکې کړې دي او هغوي یې «جاهل او وحشي» بللي دي. نوموړي د مقاومت جبهې د وژل شوي قوماندان ،حسیب پنجشېري، له مړي سره د طالبانو د چلند یادونه کړې او ویلي یې دي چې د مړي سپکاوی ،د ده په وینا، د طالبانو د چلند یوه بېلګه ده.
د مقاومت جبهې او د حسیب پنجشېري خپلوانو په وروستیو ورځو کې دعوه کړې وه چې د نوموړي له مړي سره بې حرمتي شوې ده. د حسیب پنجشېري مړی د څو ورځو له ځنډ وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو او د اګست پر ۲۴مه په پنجشېر کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه د مړي د سپکاوي د دعوې په اړه د طالبانو له خوا خپلواک او تفصیلي وضاحت نه دی خپور شوی.
عطا محمد نور ویلي دي، چې مخکې یې فکر کاوه چې امیر خان متقي د طالبانو د نورو مشرانو په پرتله «یو څه مودب، دنیا لیدلی او روڼ اندی» دی، خو د هغه په خبره وروستیو څرګندونو دا نظر بدل کړی دی.
نور په خپل بیان کې دا دعوه هم کړې ده چې د تېر جمهوري نظام د جګړو پر مهال د طالبانو په لیکو کې پاکستانیان، عربان، چیچنیان، د منځنۍ اسیا وګړي او نور بهرني وسله وال موجود وو او د پخواني حکومت ځواکونو یو شمېر بهرني کسان ژوندي هم نیولي وو.
هغه طالبانو ته په خطاب کې ویلي:
«دا تاسو وئ، چې د خپلو بادارانو په ملاتړ او د پردیو کرنیلانو او جرنیلانو پر اوږو سپاره، د هېواد پر مشروع حکومت مو برید او بغاوت وکړ.»
نور د تاجکستان او کشمیر د ځینو وګړو د نیولو دعوه هم کړې، خو په خپل تازه بیان کې یې د دغو دعوو د تایید لپاره اسناد نه دي خپاره کړي.
نوموړي همداراز ویلي دي چې د جمهوري نظام پر مهال د طالبانو د وژل شویو کسانو، کورنیو او خپلوانو حرمت ساتل کېده، خو ،د ده په دعوه، طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د احمدشاه مسعود، جنرال عبدالرازق اڅکزي او عبدالعلي مزاري د قبرونو بې حرمتي کړې ده.
د «کولابي» کلیمه په اصل کې د تاجکستان د کولاب سیمې اوسېدونکي یا له هغې سیمې سره تړلي کس ته ویل کېږي. خو د افغانستان د څو لسیزو سیاسي او جګړه ییزو شخړو په خبرو کې دا کلیمه کله ناکله د عادي جغرافیایي پېژندګلوۍ پر ځای د سیاسي طعنې او سپکاوي لپاره هم کارول شوې ده.
کولاب د تاجکستان په سوېل کې یوه تاریخي سیمه او ښار دی. د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د شمالي ټلوالې د ځینو مشرانو او د تاجکستان د سیاسي او امنیتي کړیو ترمنځ د اړیکو له امله د «کولابي» نوم وروسته په افغان سیاسي بحثونو کې هم ډېر وکارول شو. په ځینو مواردو کې مخالفو سیاسي ډلو دا اصطلاح د تاجک توکمه یا د شمال اړوندو مخالفانو لپاره د سپکوونکې کلیمې په توګه کارولې ده.
متقي په خپلو وروستیو څرګندونو کې د طالبانو مخالفې ډلې تورنې کړې وې چې د بهرنیو استخباراتي کړیو په لمسون د طالبانو پر ضد بریدونه کوي. هغه د مخالفانو په اړه سپکې کلیمې هم کارولې او ویلي یې وو چې دا هغه ډلې دي چې د طالبانو مشر تر «کولابه» جارو کړې وې.
عطامحمد نور د همدې خبرو په غبرګون کې ویلي دي چې د یوې سیمې او خلکو نوم د سپکاوي لپاره کارول ،د هغه په وینا، د متقي د «اخلاقي سقوط» څرګندونه کوي.
طالبانو تر اوسه د عطامحمد نور د دغو تازه څرګندونو په اړه جلا رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.


شال نیوز