بدخشان : د طالبانو پر ضد جنګېدونکې د افغانستان د ازادۍ جبهې دعوه کړې ده چې د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې یې د سې شنبې، د اګست په ۲۵مه، په نښته کې ۱۰ طالبان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي. د دې دعوې خپلواک تایید نه دی شوی.
جبهې د چهارشنبې، د اګست په ۲۶مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې جګړه د سې شنبې له غرمې وروسته پېل شوې او د شپې تر شاوخوا لسو بجو یې دوام کړی دی. د ازادۍ جبهې په وینا، طالبانو د توپونو په ملاتړ له څو لورو د دوي پر مورچلو بریدونه کړي، خو د جبهې ځواکونو یې مخه نیولې او وروسته یې متقابل برید کړی دی.
جبهې همداراز دعوه کړې ده چې په وژل شویو او ټپیانو کې بهرني وسله وال هم شامل دي. د دې ډلې په خبره، طالبانو خپل مړي او ټپیان له سیمې څخه نورو ځایونو ته انتقال کړي دي. د ازادۍ جبهه وايي چې له نښتې وروسته یې خپلې مورچلې پیاوړې کړې او د احتمالي نورو بریدونو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
طالب چارواکو تر اوسه د دې تازه نښتې او د ازادۍ جبهې د مرګ ژوبلې د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.
په بدخشان کې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او د هغوي د وسله والو مخالفو ډلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. د شخړو د څار نړیوالې ادارې هم ویلي دي چې د ۲۰۲۶م کال په لومړیو اوو میاشتو کې په بدخشان کې د طالبانو ضد وسله والو فعالیتونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په څرګند ډول زیات شوي دي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان د وضعیت په اړه د جولایۍ میاشتې په راپور کې، چې د اګست پر ۲۵مه خپور شوی دی، د امنیتي وضعیت ترڅنګ له پاکستان او ایران څخه د افغانانو د پراخو ستنېدنو یادونه کړې ده. د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې په ۲۰۲۶م کال کې د اګست تر لومړۍ نېټې پورې له یو میلیون څخه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي وو.


شال نیوز