بدخشان، هغه غرنی او سرحدي ولایت چې د افغانستان په لرې شمال ختیځ کې د هندوکش او پامیر د غرونو ترمنځ پروت دی، یو ځل بیا د جګړې او امنیتي سیالیو په مهم مرکز بدل شوی دی. په وروستیو اوونیو کې د طالبانو د چارواکو هدفي وژنې، د ازادۍ جبهې د بریدونو دعوې او د طالبانو د ځوابي عملیاتو خبرونه ښيي چې دا ولایت د ۲۰۲۱م کال راهیسې له تر ټولو حساسو امنیتي پړاوونو څخه تېرېږي.

 

که څه هم طالبان ټینګار کوي چې امنیت تر بشپړ کنټرول لاندې دی، خو د مخالفو وسله‌ والو پرله ‌پسې دعوې، هدفي بریدونه او په لرې پرتو ولسوالیو کې نښتې دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې بدخشان د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د محدود، خو دوامداره مقاومت په یوه مهم مرکز بدل شوی دی.

 

بدخشان د افغانستان له تر ټولو لویو او جغرافیایي پلوه سختو ولایتونو څخه دی. دا ولایت له تاجکستان، چین او پاکستان سره ګډې پولې لري او د واخان تاریخي دهلېز هم پکې موقعیت لري. د ولایت ډېره برخه په لوړو غرونو، ژورو درو، یخنیو سیمو او تنګو لارو کې پرته ده. همدغې غرني جوړښت د شوروي اتحاد د جګړې، کورنیو جګړو، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ او د امریکایي ځواکونو د حضور پر مهال هم د بېلابېلو وسله‌ والو ډلو لپاره د پټنځایونو او خوځښت زمینه برابره کړې وه.

 

د بدخشان ستراتیژیک اهمیت یوازې د جغرافیې له امله نه دی. دا ولایت د تاجکستان له اوږدې پولې، د چین د واخان دهلېز، د پاکستان د ګلګت ـ بلتستان سیمې ته د نږدېوالي او د لاجوردو، سرو زرو او نورو قیمتي کانونو له امله د افغانستان له مهمو ولایتونو څخه ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال له واکمنېدو وروسته په دې ولایت کې امنیتي حضور پراخ کړی، نوي پوستې یې جوړې کړې او سرحدي سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

 

سره له دې، بدخشان د هغو ولایتونو له ډلې پاتې شوی دی چې د طالبانو مخالفې وسله ‌والې ډلې پکې د فعالیت دعوې کوي. د افغانستان د ازادۍ جبهه او د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه دواړه وایي چې په شمال ختیځو ولایتونو کې چریکي عملیات ترسره کوي، په داسې حال کې چې طالبان دغه ډلې کوچنۍ او غیر مؤثره بولي او وایي د هېواد امنیت نه شي ګډوډولی.

 

په وروستیو ورځو کې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ نوم څو ځله د جګړو په راپورونو کې راغلی دی. د افغانستان د ازادۍ جبهې دعوه کړې ده چې ځواکونو یې د طالبانو پر ضد په ځوابي عملیاتو کې پنځه طالب جنګیالي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

 

جبهه وایي، نښته وروسته له هغې رامنځته شوه چې طالبانو لومړی د دوي پر مورچلو برید وکړ او د جبهې ځواکونو له دوو لورو ځوابي عملیات ترسره کړل. طالبانو تر اوسه د دغې دعوې پخلی نه دی کړی او د روان وضعیت له امله خپلواکې سرچینې هم نه دي توانېدلې چې د دواړو لورو دعوې تایید کړي.

 

د جګړو تر څنګ هدفي بریدونه هم زیات شوي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، ذبیح الله امیري، د فیض‌ اباد او بهارک ترمنځ پر لویه لاره په وسله ‌وال برید کې ووژل شو. طالبانو وروسته اعلان وکړ چې د پېښې په تړاو یې یو مشکوک وژلی او بل یې نیولی دی، خو تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی او د برید انګېزه هم روښانه شوې نه ده.

 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د وروستیو امنیتي پېښو په غبرګون کې وویل، چې که څه هم په پرمختللو هېوادونو کې هم ورته پېښې رامنځته کېږي، خو د طالبانو ځواکونه د وضعیت د کنټرول وړتیا لري. هغه وویل چې د وروستیو بریدونو عاملین یې په ۲۴ ساعتونو کې له منځه وړي او امنیتي ځواکونه یې په سرحدونو او نورو حساسو سیمو کې فعال حضور لري. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

 

د افغانستان د ازادۍ جبهه په ۲۰۲۲م کال کې د پخواني جمهوري نظام د ځینو پوځیانو او امنیتي افسرانو له خوا اعلان شوه. دغه جبهه دعوه کوي چې د طالبانو پر ضد په بېلابېلو ولایتونو کې چریکي عملیات ترسره کوي. په ورته وخت کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه هم په پنجشېر، تخار، بغلان او بدخشان کې د فعالیت دعوه لري. دواړه ډلې جلا تشکیلات لري، خو د طالبانو مخالفې وسله‌ والې ډلې بلل کېږي.

 

تر اوسه داسې شواهد نه شته چې کومې مخالفې وسله‌ والې ډلې دې د بدخشان کومه ولسوالۍ یا ښار په دوامداره توګه تر خپل کنټرول لاندې راوستی وي. ډېر بریدونه د کمینونو، هدفي وژنو، چریکي عملیاتو او لنډمهالو نښتو په بڼه ترسره کېږي. طالبان بیا وایي چې د دغو بریدونو له ترسره کېدو وروسته په لنډ وخت کې عملیات کوي او بریدګر له منځه وړي.

 

د امنیتي چارو یو شمېر څېړونکي باور لري چې د بدخشان غرنی جوړښت، اوږده سرحدونه او د دولت محدود فزیکي حضور په ځینو لرې پرتو سیمو کې د مخالفو وسله‌ والو د خوځښت لپاره مناسب شرایط برابروي. بل لور ته طالبان هڅه کوي د امنیتي پوستو، استخباراتي شبکو او سرحدي کنټرول له لارې د دغو فعالیتونو مخه ونیسي.

 

بدخشان یوازې د افغانستان لپاره مهم نه دی، بلکې د سیمې لپاره هم ځانګړی ارزښت لري. دا ولایت له تاجکستان سره اوږده پوله لري، د چین واخان دهلېز ته نږدې دی او د پاکستان له شمالي غرنیو سیمو سره هم جغرافیایي اړیکې لري. د همدې حساس موقعیت له امله په بدخشان کې هر امنیتي بدلون د سیمې د هېوادونو له خوا له نږدې څارل کېږي.

 

په داسې حال کې چې نړیوالې رسنۍ او خپلواک څارونکي د افغانستان ډېرو سیمو ته محدود لاسرسی لري، د بدخشان د جګړو بشپړ انځور لا هم روښانه نه دی. خو هغه څه چې څرګند دي دا دي چې دا غرنی ولایت، چې یو وخت د لاجوردو، واخان دهلېز او طبیعي ښکلا له امله پېژندل کېده، اوس یو ځل بیا د افغانستان د امنیتي سیالیو، چریکي جګړو او سیمه‌ ییزو ستراتیژیکو رقابتونو په مهم مرکز بدل شوی دی.