میرام شاه : د شمالي وزیرستان د ټرانسپورټ په دفتر کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د موټرونو د معاینې افسر نه شته چې له امله یې د ډرایونګ لایسنس د جوړولو او ټېسټونو بهیر سخت اغېزمن شوی دی.

 

ځايي اوسېدونکو ،د اګست په ۲۶مه، ویلي دي چې د افسر د نشتوالي له کبله د ډرایونګ ټېسټ او د لایسنس نور ضروري کارونه نه بشپړېږي او ګڼ کسان مجبور دي چې بیا بیا د ټرانسپورټ دفتر ته ورشي.

 

د غوښتنلیک ورکوونکو په وینا، د اوږده انتظار له امله د یو شمېر کسانو لرنر لایسنسونه هم ختم شوي دي او اوس باید هغوي یو ځل بیا فیسونه ورکړي او اړوند بهیر له سره پېل کړي. اوسېدونکي وايي، چې د یوې مهمې سرکاري څوکۍ شپږ میاشتې تشه پاتې کېدل د اړوندو ادارو د کارکردګۍ په اړه پوښتنې راپورته کوي.

 

هغوي له چارواکو غوښتنه کړې ده چې په شمالي وزیرستان کې دې زر تر زره د موټرونو د معاینې افسر وټاکل شي، څو د ډرایونګ لایسنس غوښتونکي له نورو مالي او اداري ستونزو سره مخ نه شي.

 

ځینو اوسېدونکو خبرداری ورکړی دی چې که مسئله زر حل نه شي، نو دوي به احتجاج ته مخه کړي. تر اوسه اړوندو چارواکو د نوي افسر د ټاکلو په اړه کومه نېټه نه ده اعلان کړې.