مسکو / کیف : روسیه او اوکراین د جنګي بندیانو د یوې بلې لویې تبادلې لپاره چمتووالی نیسي او د دواړو خواوو ترمنځ د خوشي کېدونکو بندیانو د نوملړونو د وروستي کولو بهیر روان دی.
د روسیې د بشري حقونو کمېشنرې ،یانا لانتراتوا، د چهارشنبې، د اګست پر ۲۶مه ویلي دي، چې مسکو او کیف د یوې «نسبتاً لویې» تبادلې لپاره د بندیانو نوملړونه وروستي کوي. هغې د هغو بندیانو کره شمېر نه دی ښودلی چې تمه ده په دې تبادله کې خوشې شي.
د اوکراین د جنګي بندیانو اړوند چارواکو هم ویلي دي، چې د راتلونکو تبادلو لپاره خبرې او تیاری روان دی، خو د امنیتي دلایلو له امله د بندیانو نومونه او نور جزییات له تبادلې مخکې نه خپروي.
روسیې او اوکراین ،د اګست پر ۱۹مه، په یوه لویه تبادله کې هر لوري ۱۰۳ جنګي بندیان خوشي کړل. د راپورونو له مخې، په خوشي شویو اوکرایني بندیانو کې د پوځ، سرحدي ځواکونو او ملي ګارډ سرتېري شامل وو.
له دې پنځه ورځې وروسته، د اګست پر ۲۴مه، دواړو خواوو په یوه جلا تبادله کې لس ـ لس کسان خوشي کړل. د جنګي بندیانو تبادله د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پر مهال له هغو محدودو برخو څخه ده چې دواړه خواوې پکې، له ژورو پوځي او سیاسي اختلافونو سره سره، بشري همکارۍ ته دوام ورکوي.


شال نیوز