ټکساس : د امریکا د ټکساس ایالت په پالو پینټو او جېک ضلعو کې د «راس فایر» په نوم پراخ ځنګلي اور د چهارشنبې، د اګست پر ۲۶مه، شاوخوا ۸۰ زره اېکړو ته غځېدلی دی. تازه راپورونه وايي، چې د اور یوازې شاوخوا ۱۲ سلنه برخه تر کنټرول لاندې راوستل شوې ده.

 

اور د پالو پینټو په سیمه کې پېل شوی و او د سختې ګرمۍ، وچې هوا، وچو بوټو او تېزو بادونو له امله په ډېرې چټکۍ خپور شو. د اور وژنې ډلې د ځمکې او هوا له لارې د اور د مهارولو هڅې کوي.

 

چارواکو د جېک ضلعې په ځینو سیمو کې د خلکو د سمدستي وتلو امر کړی دی او سلګونه کورنۍ له خطرناکو سیمو ایستل شوې دي. د اور له امله یو شمېر کورونه او نورې ودانۍ هم زیانمنې یا ویجاړې شوې دي.

 

 

 

اور د سیمې پر سکولونو هم اغېز کړی دی؛ په ځینو ضلعو کې درسونه ځنډول شوي او په ځینو سکولونو کې د یوې ورځې لپاره رخصتي اعلان شوې ده. ځینې سړکونه هم د اور او لوګي له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.

 

د ټکساس والي ګریګ اېبټ ویلي دي، چې د امریکا د بیړنیو حالاتو وفاقي ادارې، فیما، د اور د مهارولو لپاره د ایالت د مالي او تخنیکي مرستې غوښتنه منلې ده. تر دې دمه په دې اور کې د مرګ ژوبلې کوم کره راپور نه دی ورکړل شوی.