د پولیسو مشر ،ډي ‌اېس‌ پي محمد نیاز، ویلي دي چې د ماموند تحصیل د کمرسر بازار په سیمه کې ناڅرګنده وسلوالو ډزې کړې دي، چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي دي،

 

پولیس وایي چې د پېښې وروسته برید کوونکي له سیمي تښتېدلي دي، خو دوي سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات او د پېښې پلټنې یې یې پېل کړي دي. 

 

دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې د کال ۲۰۲۵م په وروستیو کې په دې تحصیل کې د وسلوالو پرضد پراخ عملیات ترسره شوي وو، خو د عملیاتو باوجود د ناامنۍ پېښو ځايي ولس اندېښمن کړی دی. 

 

تر دې دمه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی او نه هم څوک نیول شوي د.