باجوړ : د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې پولیس وايي، چې د خار تحصیل د جهـانګیر اباد په سیمه کې یې ۱۴ د هاوان مرمۍ موندلې دي. د باجوړ پولیسو په وینا، دغه مرمۍ د بم شنډولو ډلې د سرکل ډي اېس پي خار سعید الرحمن په څارنه کې د عملیاتو پر مهال ترلاسه کړې دي.
پولیس وايي، چې د بم شنډولو ډلې ،د اګست په ۲۶مه، موندل شوې مرمۍ په خوندي ډول خپلې ولکې ته سپارلې او د پېښې په تړاو یې قانوني چارې پېل کړې دي. د پولیسو په خبره، د دغو مرمیو په وخت موندلو سره سیمه له احتمالي مرګ ژوبلې او مالي زیان څخه ژغورل شوې ده.
د باجوړ د پولیسو مشر خان زیب مومند ویلي دي، چې پولیس د «شرپسندو عناصرو» د هڅو د شنډولو او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي. نوموړي له خلکو غوښتي دي چې د خپل چاپېریال هر ډول مشکوک فعالیت، توکي یا د مشکوکو کسانو تګ راتګ سمدستي پولیسو ته خبر کړي.
تر اوسه پولیسو د دغو مرمیو د پټولو په تړاو د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړی.


حسبان الله باجوړې