پېښور : د خیبر پښتونخوا حکومت او پاکستان رېلوې ،د اګست پر ۲۵مه، په اسلام‌ اباد کې د صوبې د رېل پټلۍ د بیا رغونې او پراخولو تړون لاسلیک کړی دی. د تړون له مخې، شاوخوا ۲۴۰ کیلومتره موجوده رېل پټلۍ به ورغول شي او له کوهاټ څخه د ټل له لارې تر خرلاچي پورې ۱۹۲ کیلومتره نوې رېل پټلۍ هم د راتلونکو منصوبو برخه ده.

 

په موجودو لارو کې د پېښور ـ نوښار ـ جهانګیري ۶۲ کیلومتره، نوښار ـ مردان ـ درګۍ ۶۵ کیلومتره، نوښار ـ مردان ـ چارسده ۵۱ کیلومتره، ناصرپور چمکني ـ جمرود ۳۰ کیلومتره او جمرود ـ لنډي کوتل ۳۲ کیلومتره رېل پټلۍ شاملې دي.

 

چارواکي وايي، چې د دې کار هدف د مسافرو لپاره د سفر اسانتیا، د مالونو انتقال، سیاحت او د صوبې دننه او سرحدي سیمو سره د تجارت اړیکې پیاوړې کول دي.

 

د پلان یوه مهمه برخه د کوهاټ ـ ټل ـ خرلاچي نوې رېل پټلۍ ده. خرلاچي د کرمې ضلعې پر پوله د افغانستان له مهمو تجارتي لارو څخه ده. چارواکي وايي، چې که دا پروژه عملي شي، د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د تجارت او ټرانزیټ لپاره به یوه بله لاره برابره شي.

 

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل افریدي ویلي دي، چې د لوي پېښور رېل پلان له مخې به پېښور، نوښار، مردان او چارسده د رېل پټلۍ سره ونښلول شي. هغه ویلي دي، چې په راتلونکو پړاوونو کې تورخم ته د رېل پټلۍ د غځولو امکان هم څېړل کېږي.

 

په تړون کې د جمرود ـ لنډي کوتل تاریخي رېل پټلۍ بیا رغونه هم شامله ده. دا لاره د خیبر درې له پخوانیو مشهورو رېل لارو څخه ده او د سیاحت ترڅنګ د افغانستان پولې ته د رېل د بیا رسولو لپاره مهمه ګڼل کېږي.

د پېښور کینټ، پېښور ښار، نوښار او جهانګیري په ګډون یو شمېر رېل سټېشنونه به هم ورغول شي او د مسافرو لپاره به پکې اسانتیاوې زیاتې کړل شي.

 

پاکستان رېلوې له خیبر پښتونخوا حکومت څخه دا هم غوښتي دي چې په صوبه کې د ۸۱ غیرمحفوظ رېل کراسنګونو د خوندي کولو لپاره ګډ اقدامات وکړي.

 

د کوهاټ ـ ټل ـ خرلاچي نوې رېل پټلۍ وروستی لګښت او د عملي کار د پېل نېټه لا نه ده اعلان شوې. چارواکي وايي، چې مالي او تخنیکي تفصیل به د اړینو څېړنو له بشپړېدو وروسته اعلان شي.